د امریکا روغتیايي چارواکو اعلان کړی هغه خلک چې په بشپړه توګه واکسین شوي اړتیا نه لري چې تقویتي/درېیم ډوز واکسین ترلاسه کړي.
چارواکو دا اعلان د واکسینونو له یوه لوی تولیدوونکي شرکت فایزر مسوولینو سره تر ناستې وروسته کړی.
پرونۍ (دوشنبه-د چنګاښ ۲۱مه) ناسته داسې وخت وشوه چې تېره اوونۍ اوونۍ فایزر شرکت حیرانوونکی اعلان وکړ او ویې ویل چې په پام کې لري له امریکا متحده ایالاتونو وغواړي د کووېډ- ۱۹ تقویتي/یا بوسټر ډوز/شاټ منظور کړي.
فایزر شرکت ویلي چې درېیم شاټ کولی شي په ډراماتیک ډول معافیت ته وده ورکړي او ممکن په ډېرو هېوادونو کې د مخ په زیاتیدونکي ډېلټا بڼې کرونا په بندولو کې مرسته وکړي.
د امریکا د روغتیايي او بشري خدمتونو د څانګې چارواکو ته د فایزر شرکت له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې د واکسیناسیون لومړني معلومات سپارل شوي.
د دې ادارې یوه ویاند او فایزر شرکت ویلي چې په پام کې لري په یوه معتبره ژورنال کې لا زیاته موثره ډېټا/معلومات شریک کړي.
د کووېډ-نولس پر وړاندې د امریکا د ادارې د کمپاین یوه متخصص او مسوول ډاکټر انټوني فوچي چې په روغتیايي چارو کې د ولسمشر جوبایډن لوړپوړی سلاکار هم دی ویلي، پرونۍ ناسته ډېره معلوماتي وه او تنظیموونکي به د متحده ایالاتونو د تګلارې تر بدلون مخکې ټول مسایل وڅاري.
هغه وروسته له 'سي.اېن.اېن' سره ټینګار وکړ چې دم ګړۍ د شته معلوماتو له مخې درېیم شاټ اړتیا نشته خو دا یوه دایمي پرېکړه نه ده.
فوچي زیاته کړه: "معلوماتو او ډېټا ته په کتو اوس وخت د دې اړتیا نشته چې موږ خلکو ته درېیم/تقویتي شاټ ورکړو. هغه شاټ چې د موډرنا یا جانسن اېنډ جانسن تر واکسین وروسته د زیات تقویت په خاطر لګول کېږي. خو دا په دې معنی نه ده چې خبره ختمه ده او 'د ویروس خپرېدا' همدلته دریږي. مطالعات کېږي چې څه وخت او څنګه خلکو ته درېیم واکسین ولګوو نو ځکه هم نه شو ویلی چې درېیم شاټ نه لګوو او کیسه د تل لپاره ختمه ده."
ډاکتر فوچي وویل، واکسینونه خورا موثره دي او اوس بحثونه په دې دي چې تر څومره به دوام کوي؟
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د درېیم شاټ د لګولو په اړه خبرداری ورکړی و. د دغه سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس پرون دوشنبه (د چنګاښ ۲۱مه) د روغتیا نړیوال سازمان د مشرتابه په یوه ناسته کې نیوکه وکړه چې د کرونا د واکسین د تمویل په برخه کې د هېوادونو تر منځ توپیر ډېر زیات او نابرابره دی.
https://pa.azadiradio.com/a/31356058.html