په روسیه کې د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس واکسین تولید یې پیل کړی دی. د دغه وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د روانې میاشتې تر پایه به دغه واکسین بازار ته وړاندې شي.

ډېری کارپوهان له دې کبله اندېښنه څرګندوي، چې ژر د واکسین چمتو کولو لپاره ښايي روسیه کې د واکسین خوندیتوب معلومولو پړاونه له پامه غورځول شوي دي.

په روسیه کې یوه خپلواکه نظر پوښتنه ښيي چې نژدې نیمايي کارپوهان وايي، د واکسین په هکله ډاډه نه دي، نو کاروولو ته یې هم چمتو نه دي.

بل لور ته روسي چارواکو ویلي، په لومړي سر کې به ښوونکو او روغتیا پالانو ته دغه واکسین ورکول کېږي.

له دې مخکې ولسمشر ولادیمیر پوتین په داسې حال کې چې وايي، د ده لور هم دغه واکسین کاروولي وویل، د واکسین له چمتو کولو مخکې ټول احتیاطي تدبیرونه په پام کې نیول شوي دي.

د ښاغلي پوتین په خبره په مسکو کې ګامالي څېړنیز مرکز دغه واکسین تولیدوي او په وینا یې د کورونا وېروس په مقابل کې 'ترډېره خوندیتوب ' رامنځته کوي.

دغه واکسین ته د لومړني نړیوال سټیلایټ ''سپوتنیک وې '' ( Sputnik V) په ویاړ همدا نوم ورکړل شوی دی.

په امریکا متحدو ایالتونو کې د وېروسي ناروغیو مخنیوي مرکز مشر ډاکتر انتوني فاوچي چې د امریکا حکومت لوړ پوړی سلاکار هم دی، د روسې له لوري د کورونا مخنیوي واکسین تولید په هکله وویل، هیله من دی چې روسې او چین به بازار ته د هر واکسین له وړاندې کولو مخکې 'رښتیا دغه واکسین ازمویلي وي. '

اوسمهال د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وېروس مخنیوي واکسین چمتو کولو بهیر پیل شوی دی او نژدې ۲۰ یې داسې دي چې کلینیکي ازموینه یې روانه ده.

تېره میاشت د برتانیا، امریکا او کاناډا څارګرو ادارو وویل، روسي هکرانو هغه مرکزونه په نښه کړي، چې د کورونا وېروس مخنیوي پر واکسینو کار کوي او احتمالاً هدف یې له دې مرکزونو د اړوند معلوماتو غلا کول و.

خو په برتانیا کې د روسیې سفیر اندرې کلین دغه تورونه رد کړي او له بي بي سي سره یې خبرو کې وویل، 'دغه څېزونه مانا نه لري. ''

هغه ازموینه چې د کورونا مخنیوي واکسین په هکله د برتانیا اکسفورډ پوهنتون

 

https://www.bbc.com/pashto/science-and-technology-53792891