په بریتانیا کې ډاکټران د هغه ۳۱ کلن ناروغ په مغزو اوس څېړنې کوي چې په کورونا وېروس تر اخته کېدو وروسته یې اعصابو سکته وکړه او روغتون کې بستر شو.

عمر ټېلر په نړۍ کې تر ټولو ځوان ناروغ دی چې د کورونا وېروس له کبله د مغزو حملې سره مخامخ شو.

نوموړی د کورونا وېروس، والګي، د وینې خرابېدو او تنفسي ستونزو له کبله شپږ اوونۍ د بریتانیا د کولچسټر ښار په یوه روغتون کې بستر و.

ډاکټران وایي، عموماً هغه ناروغان چې وضعیت یې دومره خراب وي د ژوندي پاتې کېدو شونتیا یې بیخي کمه وي، که او ژوندي هم پاتې شي نو فلج وي او ۲۴ ساعته پالنې ته اړتیا لري.

خو عمر په حیرانوونکې توګه له دې ټولو ناروغیو ښه شو او پر خپلو پښو له روغتونه کور ته ولاړ.

ډاکټران او د عمر کورنۍ د هغه ښه کېدل یوه معجزه بولي.

پخپله عمر وایي، هیله لري چې د ده ناروغي او په اړه یې څېړنې به ډاکټرانو او څېړونکو سره مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د نورو کسانو ښه او چټکه درملنه وکړای شي.

ډاکټران وایي، د عمر د قضیې له کبله دوی اوس تر یوه بریده پر دې پوه شوي چې کورونا وېروس پر انساني مغزو څه ډول اغېز کولی شي او کوم زیانونه ور اړولی شي.

د عمر په مغزو کې څه وموندل شول؟

ډاکټرانو د کمپیوټري انځورونو یا سیټي سکن په مرسته وموندله چې د عمر په مغزو کې د وچې شوې یا غوټه شوې وینې کوچنۍ ذرې پرتې دي.

دوی په دې باور دي چې دا وینه د عمر په بدن کې د کورونا وېروس د شتون له کبله وچه شوې ده.

د وینې همدا ټوټې د دې لامل شوې چې د عمر پر مغزو یا اعصابو حمله راغله او نوموړی تر روغتونه ورسېد.

د کولچسټر روغتون یو ډاکټر جوسف نېګ چې د عمر درملنه یې کوله وایي، دوی اوس په دې پوه شوي چې د بدن ځینې غړي د کورونا وېروس له کبله پړسېدلی شي.

نوموړی وایي، د مغزو همدا پړسوب د سکتې لامل کېږي او ان د عمر په ځېر ځوان کسان هم ترې خوندي نه دي.

کمپیوټري انځورونو د عمر په مغزو کې ځینې داسې غیر عادي ځانګړتیاوې ښکاره کړې چې د ده د عمر ناروغانو کې نه موندل کېږي.

ډاکټر جوسف وایي، د عمر مغزو باندې له هرې خوا فشار و او برید پرې کېده، خو دا یوه معجزه ده چې نوموړی ژوندی پاتې شوی.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-54130098