نړیوال بانک له کرونا ویروس سره د مبارزې او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د چټک او مساوي لاس رسي برخه کې له افغانستان سره د ۱۱۳ میلیون ډالرو مرسته کوي.

نړیوال بانک پخپل راپور کې ویلي چې له یادې مرسته څخه ۶۰ میلیون ډالره یې د کرونا ویروس واکسین د پېر او تطبیق لپاره ځانګړي شوي دي.

پرون پنجشنبه مارچ ۱۸(کب ۲۸) د نړیوال بانک په اعلامیه کې راغلي: "دغه بلاعوضه مالي مرسته چې مجموعي ارزښت یې ۱۱۳ میلیونو ډالرو ته رسېږي، له کووید-۱۹ سره د چټکې مقابلې او د افغانستان د روغتیایي سېسټم د چمتووالي پروژې له لوري به مصرف شي."

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې د دې مالي مرستې په واسطه به د افغانستان تر ۱۷ فیصده زیات خلک د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړي او هم به د اړینو روغتیایي خدماتو په ښه‌ والي او د کووید-۱۹ ویروس له منفي اغېزو د وتو لپاره مرسته وکړي.

په راپور کې ویل شوي چې اسیا پراختیايي بانک هم ۱۱ سلنه افغانانو ته د کووید ـ ۱۹ ضد واکسین پیري چې په په وینا یې د نړیوال بانک د مرستو په زیاتېدو سره به نیم میلیون افغانان کرونا ویروس ضد واکسین تر لاسه کړي.

په افغانستان کې تر دا مهاله د کرونا ویروس د څه باندې ۵۶ زره مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړل شوی دی.

 

https://www.pashtovoa.com/a/world-bank-help-afghanistan-/5820681.html