په اترېش کې چارواکي وایي‌ د ښوونځيو‌ درې ښوونکي د هغو مشخصو ماسکونو د نه تړلو له کبله له دندو شړلي‌ چې ذرات فېلټر کوي.

دغو ښوونکو د ماسک نه تړلو لپاره ډېر مقاومت کاوه.

په اترېش کې د کروناویروس پېښې زیاتې شوي‌ چې له کبله یې کاروبار او ژوند هم ټکنی شوی او حکومت د ماسک تړل جبري‌ کړي ‌دي.

رویټرز خبري اژانس د اترېش د مشهورې ورځپاڼې کرونېن زیتونګ په حواله لیکلي‌ چې دا درې ښوونکي د اترېش په دریو بېلا بېلو سیمو فرېستاډ، ویکلابروګ او ویلز کې وو .

د اترېش د پوهنې ریاست ویلي دي‌ چې ډېره یې هڅه وکړه چې دغو ښوونکو ته قناعت ورکړي‌ چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په شرایطو ځانونه برابر کړي،‌ خو هغوی سرغړونه کوله.

اترېش د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له ۲۵ راپدېخوا د هغو ماسکونو تړلي‌جبري‌کړي‌چې ذرات فلټر کوي، مخکې به خلکو ساده ماسکونه هم تړل.

په اترېش کې د کرونا ویروس له کبله څه باندې ۹۰۰۰ کسان مړه شوي‌ او څه باندې ۵۰۰زره نور په دغه ویروس اخته شوي‌ دي.

 

https://www.pashtovoa.com/a/three-teachers-dismissed-for-not-wearing-masks/5822100.html