جاپاني څیړونکو موندلي چې کروناویروس د انسان پر پوټکي باندې د نهه ساعتونو لپاره ژوندی پاته کیږي.

دغه څیړونکي وایي، د دوی نوې موندنه ښیي چې د کروناویروس د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره انسانان باید خپل لاسونه په وار وار ومینځي.

پدغه څیړنه کې چې موندنې یې د کلینیکي ویروسي ناروغیو په ژورنال کې خپرې شوي، پوهانو د انفلونزا د لیږدونکي ویروس د عمر عامل هم څیړلی او هغه یې له کروناویروس سره پرتله کړی دی.

دغو پوهانو موندلي چې د انفلونزا ویروس د انسان پر پوټکي باندې شاوخوا ۱.۸ ساعته ژوندی پاته کیږي.

څیړونکو دغه ازموینه د مړه شویو کسانو د جلد نه په راټولو کړو نمونو باندې د هغوی له مړینې نه یوه ورځ وروسته ترسره کړې ده.

جاپاني څیړونکو ویلي دي چې کروناویروس او د انفلوانزا ویرس د ایتانول نه د استفادې کولو ۱۵ ثانیې وروسته له فعالیته غورځي؛ هغه ماده چې د لاسونو د ضد عفوني کولو په مایع (hand sanitizer) کې موجوده ده.

دغه مطالعه د کروناویروس د پراخیدو د مخنیوي په خاطر د لاسونو د مینځلو په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان لارښوونه غښتلې کوي.

 

https://www.pashtovoa.com/a/coronavirus-new-research-by-japan-/5626009.html