د بریتانیا روغتیایي چارواکو په اکسفورډ پوهنتون کې د جوړ شوي - اسټرا-زینیکا په نامه د کورونا وېروس ضد واکسین کارولو اجازه ورکړې.

بریتانیا کې خلکو ته د دغه واکسین ورکول به د دوشنبې پر ورځ داسې حال کې پیل شي، چې په دې هېواد کې پر کووېډ - ۱۹ د اخته ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی.

بریتانوي روغتیايي چارواکي به د دغه واکسین ۱۰۰ میلیونه خوراکه ترلاسه کوي چې د دوی په وینا د ۵۰ ملیلیونه کسانو واکسینونولو لپاره بسنه کوي.

د بریتانیا عامې روغتیا وزیر مټ هنکوک وايي، د فایزر - بایونټیک په نامه د یو بل واکسین ترلاسه کولو سره به ټول نفوس ته د کورونا ضد واکسین ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي ښايي میلیونونه نور کسان به د وبا مخنیوي اقداماتو لړ کې د احتیاطي تدبیرونو تر څلورمې درجې حالت لاندې وساتل شي.

د ناروغانو ډېر شوی شمېر

په پراخه کچه د معایناتو له پیل راهیسې پرون سه شنبه په بریتانیا کې د کووېډ - ۱۹ نویو ناروغانو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شوی، چې ۵۳ زره ۱۳۵ کسانو ته ورسېد.

د روغتیا پالنې او درملو تولید اژانس (ایم ایچ ار اې) مشره ډاکتر جون راین وايي، د نوي اسټرا-زینیکا واکسین په چمتو کولو کې د خوندیتوب هېڅ یو اړخ له پامه نه دی غورځول شوی.

بریتانوي لومړي وزیر بوریس جانسن د واکسین چمتو کولو لړ کې دا پرمختګ په خپل هېواد کې 'ساینسي بریا ' بللې او په وینا یې (اوس به موږ په امکاني کم وخت کې د ډېرو خلکو واکسینولو پر لور پرمختګ کوو.) د برتانیا عامې روغتیا مشر کریس وهایټې د دې 'همغږو ' هلو ځلو ستاینه کړې چې د ده په وینا 'موږ یې تر دې ځایه راورسولو. '

ویل کېږي له راتلونکې اوونۍ به د واکسین ورکولو مرکزونه د هغو کسانو وربلل پیل کړي چې واکسین ورکول کېږي. د دې واکسینو وېش او ساتنه هم اسانه بلل کېږي، ځکه د فایزر - بایونټیک برعکس چې باید په منفي ۷۰ سانتي ګراد درجو کې وساتل شي، د اسټرا-زینیکا واکسین به د یخچال په عادي درجه یخنۍ کې ساتل کېږي.

فایزر - بایونټیک باید له بلجیمه راوړل شي، خو د اکسفورډ پوهنتون اسټرا-زینیکا واکسین په بریتانیا کې دننه تولید شوی‌ او له همدې کبله به یې د هېواد یوې بلې برخې ته لېږد رالېږد هم لږ وخت اخلي.

داسې حال کې چې اوس بریتانیا کې دوه ډوله واکسین تایید شوي دي، چارواکي یې هیله من دي چې هره اوونۍ به نژدې دوه میلیونو کسانو ته کورونا ضد واکسین ورکړل شي. بریتانوي روغتیايي چارواکي وايي، که پر وخت د واکسین مرکزونو ته په چټکه توګه واکسین ورسېږي، په اوونۍ کې دومره شمېر کسانو ته د واکسین ورکول ناشونې چاره نه ده.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-55488014