24 اپریل 2020 - 05 غویی 1399

الیسه ګرنټو بي بي سي ته وویل، دا واکسین ځکه کوي چې خپله ساینسپوهه ده او غواړي له خپل وس سره سم د ساینسي بهیر ملاتړ وکړي

د برتانیا اکسفورډ پوهنتون کې د کورونا وېروس ضد واکسین اول ځل انسان ته وشو

دا واکسین د اتو سوو ګومارل شویو کسانو له ډلې دوو داوطلبو ته شوی دی

نیمايي به د کورونا واکسین وکړي او پاتې نورو ته به د کنټرول واکسین وشي چې له مننجیټ د خوندیتوب لپاره دی، نه د کورونا وېروس

داوطلب کسان به نه پوهېږي، چې دوی ته کوم واکسین کېږي

الیسه ګرنټو - چې دا واکسین یې کړی- بي بي سي ته وویل: "زه ساینسپوه یم، ځکه غواړم چې د خپل وس سره سم د ساینسي بهیر ملاتړ وکړم"

د اکسفورډ پوهنتون یوې ډلې دا واکسین په دریو میاشتو کې جوړ کړی دی او مشري یې هم په جینر انستیتیوت کې د واکسینپوهنې پوهاندې سارا ګیلبرټ کوله

هغه وايي، پخپله په دې واکسین ډېر زیات باور لري

دا زیاتوي: "البته موږ باید دا وازمویو او له انسانانو مالومات ټول کړو، موږ یې باید اغېزناک کارندوالی ثابت کړو او پراخ نفوس ته له واکسین ور کولو مخکې په کورنا د خلکو د اخته کېدو مخه ونیسو" 

پوهاندې ګیلبرټ مخکې هم ویلي و چې د واکسین په کارندوالي اتیا سلنه باوري ده، خو اوس په دې هکله خپله فیصدي نه ښيي، بس دومره وايي چې دې چانس ته "ډېره هیله منه ده "

د اکسفورډ دې ډلې له دې مخکې هم د مرس ضد واکسین جوړ کړی و، چې دا هم د کورونا یو ډول دی او اوسني واکسین کې یې هم ورته تګلار کارولې ده، چې پخوا یې نتیجه ور کړې ده.

اکسفورډ پوهنتون په افریقا په تېره کینیا کې هم د دې واکسین ازمویلو غور کوي چې د وېروس لېږد پکې کم دی

دا واکسین څومره خوندي دی؟

راتلونکو میاشتو کې به هغه کسان پوره څارل کېږي چې دا واکسین یې په داوطلب ډول کړی دی

دوی ته دا هم ویل شوي چې ځینې یې ښايي د واکسین لومړنیو دوو ورځو کې د لاسونو درد، سردرد یا هم تبه ولری

دوی ته دا تیوریک خطر هم ویل شوي دا واکسین ښايي کورونا وېروس ته مختلف غبرګونونه وښيي؛ لکه مخکې د څارویو سارس واکسین مطالعه کې ښکاره شوي دي

ساینسپوهان هیله من دي چې تر سپټمبر پورې د دې واکسین یو میلیون دانې تیار کړي او له اغېز ثابتولو وروسته یې تولید خورا ډېر کړي

اول به چا ته واکسین کېږي؟

پوهانده ګیلبرټ وايي، لا هم داسې پرېکړه نه ده شوې او د دوی دنده دا ده چې واکسین جوړ کړي

خو بیا هم زیاتوي چې پر برتانیا سربېره نورو پرمختللو هېوادونو ته هم- چې خورا ډېره اړتیا لري- دوی د ډېر واکسین جوړولو ډاډ ور کولی شي

د لندن امپریل کالج هم هیله من دی چې د کورونا وېروس پرضد خپل واکسین جون کې وازمايي

حکومت له اکسفورډ او امپریل سره دې برخه کې له څلوېښت میلیون پونډو ډېره مرسته کړې ده

د روغتیا وزیر مټ هنکاک دواړه ډلې هڅولې او وايي، د واکسین جوړولو لپاره به برتانیا یوه هڅه هم درېغ نه کړي

 

سرچینه: د بي بي سي پښتوڅانګه