نړیوال بانک د مهمو اقتصادي او مالي اصلاحاتو د لا چټکولو او له کورونا سره د روانې مبارزې د لا ښه اداره کولو لپاره له افغانستان سره څلور سوه میلیون ډالره مرسته تصویب کړه

 

نړیوال بانک وايي، له افغانستان سره دا هڅوونکې مرسته د سوداګریزو مقرراتو د پیاوړي کولو او خصوصي پانګونې د هڅونې او د ټولنیز ګډون د پراخولو او د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو د ملاتړ، له طبیعي پېښو سره د مقاومت زیاتولو، د مالي چارو او عامه مالي مدیریت پیاوړتیا او مالي پایښت د خوندیتوب لپاره شوې ده.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر هنري کیرالي وایي: "د بورډ نننۍ پرېکړه یوه پخه نښه ده چې نړیوال بانک پر اوسني کورونا وېروس سربېره له افغانستان او له خلکو سره یې خپلې مرستې زیاتوي"

 

د هغه په خبره، دا مرسته به له افغانستان سره په سخت حالت کې د سمون یا اصلاحاتو جاري ساتلو او د کورونا وېروس له اغېز د کم شوي عاید په اداره کولو کې د مهم مالي ملاتړ برابرولو کې همکاري وکړي

نړیوال بانک وایي، افغانستان پر ۲۰۲۰ کال له سختو ننګونو سره مخ دی، نړیوالې وبا پرې سملاسي بد اغېز کړی

"له نورو هېوادونو سره د پولو بندېدو له امله د حکومت ګومرک اغېزمن شوی او د کورنا وېروس د نه خپرېدو لپاره د حکومت قیوداتو پر اقتصادي چارو سخت بد اغېز کړی. بې وزلي لا زیاته او پراخه شوې، ناڅرګند سیاسي او امنیتي حالت هم روان دی"

نړیوال بانک د اپرېل په دریمه هم له افغانستان سره د کورونا وېروس د مبارزې لپاره سل میلیون ډالري بېړنۍ مرسته تصویب کړه، چې په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره وکاروي

د روانې میاشتې پر څلورمه اسیايي بانک هم د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې د دې وزارت د مرستیال وزیر وحید مجروح په وینا دا د اسیاسي بانک دا مرسته به هم د کورونا سره د مبارزې لپاره ولګول شي

 

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52586009