د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د اختر په رانږدې کیدو پر خلکو غږ کړی چې د اختر له سوداو او مبارکیو تېر او پر ځای يي هغه پیسې اړمنو ته ورکړي. یاد وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي
خو د افغانستان په ډیری ولایتونو او ګڼ مېشتو ښارونو کې د حکومتي اعلان پرته خلکو ګرځبندیز پای ته رسولای او ښکاري چې د اختر په نږدې کیدو ښاري ګڼه ګوڼه لا په ډیریدو ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لرو بر کې د کورونا پېښې له بل هر وخته ډېرې شوي، او د عامې روغتیا وزارت يي لامل پخپله د خلکو بې پروايي ګڼي
د سې شنبې پر ورځ له ۱۲۰۰ شکمنو کسانو څخه سم نیمايي نږدې ۶۰۰ په کورونا ویروس اخته تثبیت شوي. دا تر دې دمه افغانستان کې په یوه ورځ کې د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په کابل کې ۱۶۵ پیښې، په ننګرهار کې ۱۳۴، په بلخ کې ۴۴ او په هرات کې بیا ۳۸ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
د ګڼې ګوڼې له ډيریدو او د عامې روغتیا وزارت له اندیښنو سره سره ښکاري چې حکومت له نندارې ور ها خوا له نورو هغو ګامونو او محدودیتونو پر شا شوی چې موده وړاندې يي لګولي وو
په لویو ښارونو کې ګڼه ګوڼه دومره عادي شوي چې اصلا د ګرځبندیز کومه نښه نه ښکاري
د ښارونو او واټونو په سر د پیر او پلور اکثره هټۍ او مغازې د حکومت له رسمي اعلان پرته داسې مهال خلاصې شوي چې د کورونا ویروس د کمیدو پر ځای د لا خپریدو او ډېرو په حال کې دی
د کابل ښار له ځينو اوسیدونکو سره له خبرو ښکاري چې ځينې د کورونا له سخت ګوښ سره سره د اختریز دود پوره کولو په لټه له کوره راوځي
په دې ګڼه ګوڼه کې د اړمنو او بې کاره کسانو شمېر هم بې پامه نه دی چې هڅه کوي که په دې ښو شپو ورځو کې يي څوک لاسنیوی وکړي
له دې سره د افغانستان عامې روغتیا وزارت په خلکو غږ کړی چې دا اختر د سیالۍ او مبارکۍ نه دی بلکې له ناورین څخه د وتلو پر موخه باید خلک کورونا جدي ونیسي
په دې هېواد کې سږني اختر ته چمتوالۍ داسې مهال روان دی چې له جګړې ور ها خوا د کوورنا وبايي ناروغۍ د لسګونو زرو خلکو ژوند ګواښي چې له ډلې يي شاوخوا ۷ زره دمګړۍ پرې اخته دي
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52724215