د درملو جوړونکي شرکت استرازینیکا مشر بي بي سي ته ویلي، د کورونا وېروس احتمالي واکسین تولید یې پیل کړی دی. د دغه د واکسین ازموینه لا روانه ده، خو د شرکت مشر پاسکال سوریوت وايي، شرکت د واکسین تولید ځکه پيل کړی، چې په وینا یې له تایید وروسته یې اړتیا پوره شي

(موږ همدا اوس د واکسین تولید پیلوو - او غواړو چې د (ازموینې) پایلو له ترلاسه کېدو سملاسي وروسته یې کارولو ته چمتو واوسو)

د استرازینیکا شرکت مسوولین وايي، دوی کولای شي د واکسین دوه میلیارده خوراکه چمتو او وړاندې کړي. د بي بي سي په نننۍ خپرونه کې د خبرو پر مهال ښاغلي سوریوت وویل

(د واکسین چمتو کول ځکه مخکې پیل شوي، چې موږ غواړو د امکان تر حده چټک واوسو)

)بې له شکه چې دې پرېکړې سره یوه ننګونه هم شته او هغه اقتصادي ننګونه ده، چې که واکیسن ګټور ثابت نه شي، نو په داسې صورت کې به زموږ ټول چمتو شوي واکیسن او ټول مواد یې ضایع شي)

نوموړی وايي، شرکت یې د وبا په بهیر کې له واکسینه د ګټې په ترلاسه کولو پسې نه ګرځي. د پنجشبې پر ورځ د دوو لاسلیک شویو هوکړو له مخې به (که ګټور ثابت شي) شرکت د واکسین دوه میلیارده خوراکه چمتو کوي، چې یوه هوکړه یې د خیریه چارو له میلیاردر فعال بل ګیټس سره ده

استرازینیکا شرکت چې د اکسفورډ پوهنتون له ساینسپوهانو سره په شریکه واکسین چمتو کوي، هوکړه کړې چې د واکسین نیمايي خوراکونه به کم او متوسط عاید لرونکو هېوادونو ته وړاندې کوي

یوه ملګرتیا یې د هند له سیروم انسټیټیوټ(ایس ای ای) سره ده چې د مقدار له پلوه په نړۍ کې د واکسین تر ټولو لویه تولیدونکې اداره ده. بله هوکړه یې د روغتیا له دوو ادارو سره شوې چې بل او میلینا ګیټس یې مالي ملاتړ کوي

ښاغلی سوریوت وايي، تمه یې دا ده چې تر اګست پورې به د اي زیډ ډي ۱۲۲۲ نومي دغه واکسین د ازمایښت پایله معلومه شي، خو بل لور ته د سي اي پي ای اجرايي مشر ریچارډ هاشیت وايي، اوس هم احتمال شته چې واکسین ښايي ګټور ثابت نه شي

 

https://www.bbc.com/pashto/world-52937493