په افغانستان کې د کورونا وبا پر مهال د کسب او کار د طرحې تنظیم کمېټه وايي، حکومت یې د تولیدي او خدماتي فعالیتونو د بیا پیل لپاره هغه طرح تصویب کړه، چې په لومړي پړاو کې به د درېیو میاشتو لپاره عملي کېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن شنبه کابل کې یوې خبري‌ غونډې ته وویل، دا طرحه د قرنطین او ګرځبندیز د ختمېدو په مانا نه ده، بلکې په وینا یې د کاروباري او اداري سکتور اړتیاو ته په کتو یوازې ځینو کاروبارونو او ادارو ته د بیا فعالیت اجازه ورکول کېږي

ښاغلی مجروح وایي،‌ دا طرحه به په درېیو پړاوونو کې پلې کېږي،‌ چې لومړی هغه به یې درې میاشتې دوام کوي. په دې طرحه کې یو شمېر کاروبارونو او ادارو ته په یو شمېر شرایطو د بیا فعالیت اجازه ورکړل شوې ده

په دې شرایطو کې په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل، له یوه بله د دوه متره واټن مراعتول، له لسو کسانو د زیاتو له یو ځای کېدو ډډه کول، د زیات عمر کسانو له کورونو نه وتل، د کاري ځای له مکروبونو پاک ساتل او کارکوونکو ته د روغتیايي خوندیتوب وسایلو ورکول، په دولتي ادارو کې د کاري شفټونو مراعتول شامل دي

چارواکي وايي، دغه راز به د نوې طرحې له مخې تر درېیو میاشتو پورې ورزشي او د ودونو صالونونه او تفریحي پارکونه تړلي پاتې وي، د فاتحې مراسم او نورې ټولنیزې غونډې به نه کېږي

په طرح کې ویل شوي، د مخکې په څېر به ښاري بسونه نه ګرځي او هغو ګاډو ته به هم د سفر اجازه نه ورکول کېږي چې له څلورو ډېرې سپرلۍ لېږدوي. چارواکي وايي، خدماتي او تولیدي شرکتونه او ادارې کولای شي یوازې په دغه طرح کې د یادو روغتیايي شرایطو له عملي کولو وروسته فعالیتونه پیل کړي

پهورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تایید کړه چې د کوویډ-۱۹ ناروغان له هغو څه زیات دي کوم چې اعلانیږي. د چارواکو په وینا یوازې په کابل کې ښايي یو میلیون تنه په کورونا اخته شوي

دا وزارت یوازې یوازې په ورځ کې دوه زره تنه معاینه کولی شي، خو د دې وزارت سرپرست احمد جواد عثماني بي بي سي ته وویل د دې وبا د ازمایښت لپاره د مراجعینو شمېر په ورځ کې سل چنده له هغو زیات دی چې کوویډ-۱۹ وېروس یې معاینه کیږي

افغان چارواکي وايي، اوس په افغانستان کې د کورونا وېروس د اوج نقطې یا د فلاکت پړاو ته رسېدلی دی. په داسې حال کې چې افغانستان کې د کوویډ -۱۹ ناروغانو شمېر نژدې ۲۰ زرو ته رسېږي، د کابل والي او په کابل کې د کورونا وېرو س مخنیوي بېړنۍ کمېټې مشر محمد یعقوب حیدري وايي، په وروستیو ورځو کې په هېواد او په ځانګړې ډول په کابل کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله مرګونه ډېره شوې ده

'' په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر زموږ له تصوره ډېر لوړ دی. په کابل کې ښايي تر یو میلیون ډېر کسانو په کورونا اخته وي. نه د روغتیا وزارت سره د معایناتو امکانات وو او نه هم زموږ سره له هغوی سره د مالي مرستې، چې له هر شخص سره مو کړې وای او تیسټ هم د ژغورنې لار نه وه او نه ده''

 

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52946430