جرمني کې چارواکو په شمالي رهیني ویستپهالیا سیمه کې له هغه وروسته بېرته د قرنطین محدودیتونه لګولي چې په دغه سیمه کې ناڅاپه د کورونا وېروس ناروغانو شمېر په ډېرېدو شو. د سیمې نژدې نیم میلیون اوسېدونکي به له دې قرنطینه اغېزمن شي.
په سیمه کې د غوښې بسته بندۍ یوې کارخانې په شاوخوا سیمه کې ۱۵۰۰ نوي کورونا ناروغان ثبت شوي دي. ایالتمشر ارمین لاشیت وايي ( د مخنیوي اقدامات) به د جون تر ۳۰ مې پورې دوام کوي.
د دغې سیمې په شاوخوا کې هم بندیزونه لګول شوي دي. د ایالت روغتیايي چارواکو ویلي، دویم ځلي قرنطین د خلکو خوندي ساتلو لپاره اړین دی.
په مې میاشت کې د قرنطین له نرمولو وروسته دا لومړی ځل دی چې جرمني کې بیا قرنطین محدودیتونه لګول کېږي.
بل لور ته په برازیل کې یوه قاضي د دغه هېواد ولسمشر جایر بولسونارو ته امر کړی، چې د پلازمېنې فدرالي سیمې په عام محضر کې ماسک وکارووي. پر ولسمشر بولسونارو له دې کبله نیوکې کېدې چې د کورونا وېروس خطر یې بابیزه باله.
نوموړی کورونا وېروس یو 'عادی زکام ' بللی و.
خو برازیل اوس د کورونا ناروغانو شمېر او د کوویډ - ۱۹ په تړاو د مړینې کچې له پلوه له امریکا وروسته په نړۍ کې دویم ځای لري.
بل لور ته د ناروغانو له دې لوی شمېر سره سره ولسمشر اوس هم په عام محضر کې بې ماسکه لیدل کېږي، چې خپلو پلویانو سره ویني.
د ولسمشرۍ په شاوخوا فدرالي سیمه کې د اپریل پر ۳۰ مه د ماسک کاروول جبري وبلل شول او د فدرالي قاضي ریناتو بوریلي د پرېکړې مانا دا ده چې د ولسمشر په ګډون هیڅ یو دولتي کارکوونکی له دې امره استثنا نه دی او که ماسک و نه کاروي جریمه به شي.
په انګلستان کې بیا چارواکي وايي، د جولای میاشتې پر څلورمه به د دوه متره ټولنیز واټن له نرمښت سره هوټلونو، رستورانونو او صالونونو ته د کاروبار پیلولو اجازه ورکړل شي.
لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، هر چېرې چې امکان ولري، خلک باید دوه متره واټن مراعت کړي، خو 'له یوه متره زیات واټن ' اصول به متعارف شي.
دغه راز به د انګلستان دوو کورنو اوسېدونکي خپلوان، دوستان د یوه بل کره تګ راتګ هم کولای شي او ټولنیز واټن ته په پام سره به د یوه بل کره شپه هم تېرولای شي.
لومړي وزیر خبرداری ورکړی، چې 'دغه اجازه بېرته هم اخیستل کېدای شي. '
مکسیکو کې روغتیايي چارواکي وايي، درې ګوني نوي زېږېدلي ماشومان په یوه (بې سارې) قضیه کې پر کورونا وېروس اخته شوي دي.
روغتیا پالان اوس هڅه کوی معلومه کړي، چې ایا ماشومانو ته د مېندواري پر مهال د مور له جنینه وېروس لېږدېدلی او که کوم بل لامل لري.
ویل کېږي له درې ګونو نه یوه ماشومه او یو ماشوم د سان لویس پوتوسې ایالت په یوه روغتون کې داسې حال کې دي چې روغتیا یې مخ پر ښه کېدو ده. خو دویم ماشوم د جدي پاملرنې په څانګه کې ساتل کېږي.
د ایالت عامې روغتیا کمېټه وايي، په نړیواله کچه له یوه د ډېرو ماشومانو زېږد کې د وېروس لېږد نه دی لیدل شوی او له همدې کبله د دغې قضیې په تړاو څېړنه کېږي.
د روغتیا ایالتي وزیره مونیکا لیلیانا رانګیل وايي:
''داسې هیڅ احتمال نه شته چې ګواکې د زېږېدو پر مهال به یې وېروس اخیستی وي. ''
خو د ماشومانو مور پلار وروستیو معایناتو په تړاو چارواکي وايي، ښايي له وېروسه اغېزمن وي.
په مکسیکو کې لومړی کورونا ناروغ د فبروری پر ۲۸ مه ثبت شو او له هغه راهیسې تر اوسه په دغه هېواد کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر ۱۸۵ زره کسانو ته رسېدلی، چې تر اوسه ۲۲۵۸۴ کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
دغه درې ګونې ماشومان چې د جون پر ۱۷ مه له وخته مخکې زېږېدلي وو، له زېږېدو سملاسي وروسته په کورونا وېروس اخته موندل شوي دي.
پر کورونا وېروس د نویو زېږېدلو ماشومانو اخته کېدل غیر عادي چاره ده، خو ناشونې نه ده.
روغتیا پالان وايي، که نوي زېږیدلي ماشومان د زېږد پر مهال داسې کس ته نژدې وي، چې له مخکې پر وېروس اخته وي، ډېر احتمال شته چې وېروس ماشومانو ته هم ولېږدي.
دغه راز د مېندوارۍ پر مهال پر کورونا وېروس د مور اخته کېدو په صورت کې د هغې په رحم کې شته ماشوم ته هم د وېروس لېږد خطر شته.
https://www.bbc.com/pashto/world-53155834