ای ار سي یا د ژغورنې نړیواله کمېټه په یوه رپوټ کې وایي، د نړیوال اوسط پرتله افغانستان کې د نارینه وو او مېرمنو د کورونا وېروس د مثبتو پېښو ترمنځ لوی توپیر شته، چې په وینا یې افغانستان او پاکستان کې ښځې د سړیو پرتله طبي ازموینې ته کم لاسرسی لري.

د ای ار سي په رپوټ کې راغلي، پاکستان د نړۍ هغه دویم هېواد دی چې تر ډېره د کوویډ-۱۹ د ناروغانو ازموینه پکې ۷۴ سلنه سړو ته ځانګړې شوې او افغانستان کې هم د کوویډ-۱۹ ناروغانو ازموینه ۷۲ سلنه پر نارینه وو‌ پورې تړلې ده،‌خو په نړیواله کچه دا ۵۰ سلنه ښځې او ۵۰ سلنه سړي د کوویډ-۱۹ ازموینو ته لاسرسی لري.

په رپوټ‌ کې راغلي، د دوی موندنې ښيي چې ښځې ډېرې نه ازمویل کېږي او روغتیايي پالنه یې ډېره نه کېږي، له همدې امله دوی ډېرې د ناروغۍ ښکار کېدای شي.

ای ار سي وايي، تازه موندنې یې ښيي چې د سومالیا، پاکستان او یمن په څېر د جګړو په سیمو کې د کورونا وېروس اړوندې ۷۰ سلنه پېښې په نارینه وو پورې تړاو لري، خو لاهم په یادو هېوادونو کې ازموینې ډېرې محدودې دي.

په دې موندنو کې ښودل شوې چې پاکستان، افغانستان، سومالیا،‌ یمن، چاډ او د مرکزي افریقا جمهوریت کې د ښځو د کوویډ اړوند تایید شوې پېښې تر ۳۰ سلنې هم کمې دي:

د ای ار سي د بېړنیو روغتیايي چارو تخنیکي سلاکار س‍ټرسي میرنس وايي: "دا معلومات ډاګیزوي چې د ای ار سي د کار په ډېری ساحو کې د ښځو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ازموینې کېږي، خو په جنګي سیمو کې ښځې او سړي دواړه روغتیايي مرکزونو ته په لاسرسي کې له لویو ننګونو سره مخامخ دي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د جون تر ۲۳مې یې د ۶۶٫۸۰۰ کسانو د کورونا وېروس ازموینې کړې دي، چې تر اوسه یې د ۲۹٫۴۸۱ پایلې مثبتې ختلې، ۱۹٫۶۰۳ لاهم ناروغان دي او ۹٫۲۶۰ بېرته رغېدلي او تر اوسه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۶۱۸ ناروغان مړه شوي دي.

 

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-53161636