ټکزاس او فلوریډا هغه ایالتونه دي چې وروستیو درېیو ورځو کې د نورو پرتله ډېرې پېښې په کې رامنځته شوي.
له دې سره یو شمېر ایالتونه له هغه ګامه په شا شوي چې غوښتل یې لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
د ټکزاس والي، دغلته د ټولو بارونو د تړلو امر کړی دی او په فلوریډا کې د بارونو دننه د شرابو څښل منعه شوي دي.
چارواکي وایي، امریکا کې د کرونا پېښې ځکه بېرته په ډېرېدو شوې چې ایالتونو بېرته اقتصادي فعالیتونه پيل کړل او ورسره خلکو ماسکونه لرې او د ټولنیز واټن سپارښتنې یې له پامه وغورځولې.
https://pa.azadiradio.com/a/30693535.html