د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه کرونا ویروس ۱۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۲۰۲۲ ته ورسید.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن پنجشنبې(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) یې خپاره کړي، ښیې چې تېره شپه ورځ کې ۳۳ تنه د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي هم دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد ۱۴ ولایتونو کې ۵۱۹ مشکوکې نښې کتل شوې دي.
اوسمهال هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۸۰۷ ته رسیږي او د ۴۴۰ تازه روغو شویو سره ۱۶۰۱۴ تنه روغ شوي هم دي.
د تازه ثبت شویو پېښو له ډلې ۶۱ یې کابل، ۳۴ هرات، ۳ بغلان، ۷ لوګر،۱۶ بادغیس، ۶ کندهار، ۱۴ بلخ، ۱ ننګرهار،۶ پروان، ۲ میدان وردګ،۲لغمان،۳۱ دایکندي، یوه غور او یوه هم هلمند ولایت کې ثبت شوې ده.
د مالوماتو له مخې ۳۳ تنه په کابل، ننګرهار، تخار، بادغیس، نیمروز او پروان کې مړه شوي دي.
https://tolonews.com/pa/health/%DA%A9%D8%B1%D9%88%D9%86%D8%A7-%D9%88%DB%8C%D8%B1%D9%88%D8%B3%D8%9B-%DB%B1%DB%B8%DB%B6-%D9%85%D8%AB%D8%A8%D8%AA%DB%90-%D9%BE%DB%90%DA%9A%DB%90-%D8%AB%D8%A8%D8%AA-%D8%A7%D9%88-%D9%84%D9%87-%DA%A9%D8%A8%D9%84%D9%87-%DB%8C%DB%90-%DB%B3%DB%B3-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D9%85%DA%93%D9%87-%D8%B4%D9%88%D9%8A