د ایران ولسمشر حسن روحاني د کورونا وبا خپرېدو مخنیوي لپاره نوي اقدامات اعلان کړي دي. نوموړی وايي، هغو کسانو ته به حکومتي دفترونو ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي چې ماسک یې نه وي تړلی او هغه دفترونه به د یوې اونۍ لپاره تړل کېږي، چې د روغتیا اړوند تدبیرونه نه عملي کوي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د شنبې تر ورځې پورې په ایران کې د کورونا وېروس ناورغانو شمېر ۲۳۷۸۷۸ کسانو ته رسېدلی دی.

دغه راز په ایران کې د کورونا وېروس له کبله تر اوسه پورې ۱۱۴۰۸ کسان مړه شوي دي. ښاغلی روحاني وايي، د شنبې له ورځې به د ټولو لپاره په عام محضر کې د ماسک کاروول ل جبري وي.

د ایران په یو شمېر ښارونو کې د اپریل میاشتې له نیمايي راهیسې سخت قرنطین پلی شوی دی.

ولسمشر روحاني وايي، هغه مامورین به کورونو ته واستول شي او غیر حاضر به وبلل شي، چې ماسک و نه کاروي. دی وايي:

''هغه خلک چې خپله ناروغي پټوي، د نورو حقونه تر پښو لاندې کوي. ''

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې کېدای شي د کورونا وبا ناوړه پړاو لا تر اوسه نه وي راغلی. دغه اداره وايي، که حکومتونه مناسبې پالیسې جوړې نه کړي، څو برابره ډېر خلک ښايي د وبا ښکار شي.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-53293317