د عامې روغتیا وزارت د تازه خپرو شویو مالوماتو له مخې تېره شپه د کرونا ویروس ۲۷۹ مثبتې پېښې د هېواد په کچه ثبت شوې دي او له دې سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۲زره او ۹۵۱ ته ورسید.

دغه مالومات چې نن(یکشنبې د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) خپاره شوې، ښیې چې یاده موده کې ۳۸ تنه هم د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله د هېواد په څلورو ولایتونو کې مړه شوي دي.

د تازه پېښو له ډلې کابل، ۱۷ هرات، ۱۰ پکتیا، ۱۴لوګر،۱۱ کندز،۳۳بدخشان،۴۳خوست،۸ کاپیسا،  ۱ ننګرهار، ۸۰بامیان، ۱۴ تخار،۵ بغلان، ۵ بادغیس،۵ فراه او ۹ په پکتیکا ولایت کې ثبت شوي دي.

د وزارت د مالوماتو له مخې د کرونا ویروس لپاره تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹۲ مشکوکې نښې کتل شوې دي چې کابو نیمايي مثبتې دي.

د دغو شمېرو له مخې اوسمهال هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۸۶۴ ته ورسید.

همداراز تېره شپه ورځ کې ۲۰۲ تنه هم له کرونا ویروسه پاک شوي او له دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۱۹۳۶۶ ته رسیږي.

 

 

https://tolonews.com/pa/health/%D9%87%DB%90%D9%88%D8%A7%D8%AF-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%DA%A9%D8%B1%D9%88%D9%86%D8%A7-%D9%88%DB%8C%D8%B1%D9%88%D8%B3-%DB%B3%DB%B0%DB%B2-%D8%AA%D8%A7%D8%B2%D9%87-%D9%BE%DB%90%DA%9A%DB%90-%D8%AB%D8%A8%D8%AA-%D8%B4%D9%88%DB%90