جاپان په سیمه کې یوازینی هېواد نه دی چې د کوېډ-۱۹ ناروغۍ له امله کم مرګونه لري. سویلي کوریا، تایوان، هانګ کانګ او ویتنام کې هم له دې رنځه کم کسان مړه شوي دي. خو د ۲۰۲۰م کال په پیل کې جاپان له دې رنځه د نورو هېوادونو پرتله کم مرګونه لرل.

سره له دې چې په اپریل کې په پلازمینه توکیو کې زر تنه مړه شوي وو. خو له دې ټولو سره بیا هم جاپان د خپلو ګاونډیو په څېر د کووید -۱۹ پر وړاندې کلک ګامونه نه وو اخیستي.

کله چې د چین په اوهان کې د کورونا ویروس خپور شو نو چین خپلې پولې وتړلې، خو جاپان همداسې پرانستې پرېښودې. د ویروس له خورېدو سره دا هم په ډاګه شوه چې کورونا ویروس زاړه او ناروغ کسان په نښه کوي.

هغه ځایونه ډېر خطرناک وختل چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي. جاپان د نړۍ د نورو هېوادنو پر تله زیات زاړه خلک لري او توکیو او شاوخوا سیمې يې چې ۳۷ میلیونه خلک پکې اوسي له ګڼې ګوڼې ډکه د اورګاډي پټلۍ لري.

جاپان د روغتیا نړیوالې ټولنې لارښود ته هم غوږ ونه نیوه چې د خپلو وګړو کورونا ټېسټ یا معاینه وکړي. کوربندیز یې هم اعلان نه کړ. په کور د پاتېدو غوښتنه هم رضاکارانه وه، نه یې څوک ناغه کړل او نه یې په جبر پرې ومانه.

د نیو زیلنډ او ویتنام په څېر یې د پولې تړلو په ګډون ځېږه اصول هم مراعات نه کړل. خو ساینسي شواهد ښيي چې جاپان کووید-۱۹ رنځ کنترول کړی دی.

د مخابراتي شرکت سوفتبانک سروې ښيي چې پر ۴۰۰۰۰ کارکوونکو شوې ازموینې یوازې ۰،۲۴ سلنه مثبتې وختې. د جاپان لومړي وزیر د محدودیتونو د لېرې کولو پرمهال وویل، نړۍ باید د جاپان له تجربې زدکړه وکړي.

جاپانیان له یوبل سره نه ښکلوي، لاسونه هم ډېر نه سره ورکوي او ټولنیز واټن ساتي خو د ډېرو په ګومان دا یې له کورونا وېروس د خوندیتابه اصلي لامل نه دی.

د توکیو پوهنتون پروفیسور تاڅو هیکو کوداما چې د کورونا په اړه یې څېړنه کړې وايي، جاپان ښايي مخکې هم کووید-۱۹ لرلې وي. ښايي دا کوويد-۱۹ نه، بلکې دې ته ورته رنځ جاپانیانو تېر کړی وي.

دی وايي کله چې ویروس بدن ته ننوځي نو د بدن دفاعي سیستم یې په وړاندې انټي باډي جوړوي. دا دوه ډوله دي او څېړنې ښيي چې ښايي دا ډول ویروس مخکې هم و او د جاپانیانو بدن ورسره عادي شوی دی.

خو د لندن د کېنګز کالج پروفیسر کینجي شیبویا دې ته د شک په سترګه ګوري او زیاتوي، باور نه کوي چې دا شان ویروس دې یوازې په اسیا کې تېر شوی وي.

د نوموړي په وینا لامل یې دا دی چې د جاپان په څير هیوادونو د کوېد په وړاندې اغېزمنه مبارزه کړې ده. د بېلګې په توګه جاپانیانو سل کاله مخکې ماسکونه تړل، ان کله چې په ۱۹۱۹م کال کې والګی خپور شو.

دوی تر اوسه د ماسک په ګډون له نورو احتیاطي ګامونو سره عادت شوي دی. دوی له یو بله واټن نیسي، که ټوخېدل ماسک تړي چې نورو ته مکروب ورنشي او د نورو په وړاندې له احتیاطي ګامونو کار اخلي.

جاپانیانو له کورونا سره د مبارزې په لړ کې ځینې نور ګامونه هم اخیستي دي. د بیلګې په توګه دوی هغو ځایونو ته نه ځي چې هوا نه پکې چلیږي، د ګڼه ګوڼې ځای ته نه ورځي او د خبرو پر مهال یو بل ته ډېر نه سره نږدې کېږي.

په امریکا کې د ساري ناروغیو مرکز وروستۍ څېړنه ښيي چې د زیات عمرکسان، د زړه او شکرې ناروغان او چاغ کسان له کووید-۱۹ د نورو پر تله د مړینې زیات چانس لري. په جاپان کې سره له دې چې د پاخه عمر کسان ډېر دي، خو په دې نورو ناروغیو د اخته کسانو شمېر کم دی.

خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د جاپان ولس د حکومت او طبي چارواکو خبرو ته غوږ نیسي . د ګڼې ګوڼې له ځایونو لېرې ګرځي، ماسک تړي، تل لاسونه وینځي او هغه څه کوي چې دوی ته سم ښکاري.

 

https://www.bbc.com/pashto/53298892