د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، له کورونا وېروس پیدا شوې ناروغي کووېډ-۱۹ به راتلونکو دوو کلونو کې د نړۍ پر هېوادونو ۹ تریلیون ډالر لګښت واچوي.
دا اداره زیاتوي، پروتین ته د اړتیا زیاتېدو او ژواک چاپېریال کې لاسوهنې ته په پام که نړۍ لاس په کار نه شي، د کورونا په څېر نورې ناروغۍ به هم انسان ته ورسېږي.
دوی د کووېډ-۱۹ په څېر وبا له کرنې، بې پایښته مالدارۍ، د غوښینو محصولاتو د غوښتنې یا تقاضا ډېرېدلو او د ځمکې له تودېدو سره تړلې بولي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د انسان او حیوان ترمنځ ګډې ناروغۍ هر کال دوه میلیونه انسانان مړه کوي او د نړۍ اقتصاد ته زرګونه میلیارد ډالر تاوان رسوي.
له دې مخکې ایبولا، سارس او نورې ناروغۍ چې ټولې د انسان او حیوان ترمنځ ګډې وې اول څارویو کې پیل او بیا انسان ته ورسېدې.
د ژواک چاپېریال پروګرام او د احشام په نوم د نړیوالو څېړنو د انستیتیوت د نوي رپوټ له مخې، ژواک چاپېریال کې د انسان لاسوهنه، د ځمکې ورستېدل، د طبیعي سرچینو ډېرېدونکي کارول، د ځمکې ګرمېدل او د انسان په لاس د ځنګلي ژویو د اقلیم زبېښاک یا استثمار له حیوان انسان ته د ګډو ناروغیو د زیاتېدو لامل دي، ځکه دا تېر عوامل له حیوان سره د انسان د ډېر ټکر سبب کېږي.
د ملګرو ملتونو د ژواک چاپېریال پروګرام مشره اینګنر انډرسن وايي: "تېره یوه پېړۍ کې مو د کورونا کورنۍ د نویو وېروسونو نږدې شپږ سترې وباوې ولیدې".
د نوموړې په خبره، یوازې تېرو ۲۰ کلونو او د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له خپرېدو مخکې د انسان او حیوان د ګډو ناروغیو له امله د نړۍ اقتصاد نږدې سل میلیارد ډالر زیانمن شوی دی.
مېرمن انډرسن زیاتوي، د سړي سر کم عایده یا منځ عایده هېوادونو کې هر کال نږدې دوه میلیونه کسان د انسان او حیوان د ګډو ناروغیو له امله مړه کېږي.
نوموړې دا هم وویل، چې تېرو ۵۰ کلونو کې د غوښینو محصولاتو صنعت نږدې ۲۶۰ سلنه وده کړې ده:
"کرنه سخته شوې، بېخ بنسټي صنعتونه پراخ شوي او د سرچینو اېستل ډېر شوي، چې دا ټول ځنګلي چاپېریال کې زموږ د لاسوهنې سبب شوي".
نوموړې وايي، که انسان د ځنګلي ژوند زبېښاک او د ایکو سیستم له منځه وړلو ته دوام ور کوي، نو راتلونکو کلونو کې دې له حیوان انسان ته د ناروغیو د ډېر لېږدېدو تمه هم ولري.
نړۍ کې پر کورونا وېروس له یوولس نیم میلیونو ډېر خلک اخته شوي او تر پنځو لکو پنځو دېرش زرو ډېر ترې مړه شوي دي.
تر ټولو ډېر ځپلی هېواد امریکا ده چې نږدې درې میلیونه خلک پکې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له یو لک دېرش زرو ډېر کسان له دې ناروغۍ پکې مړه شوي دي.
https://www.bbc.com/pashto/world-53316765