تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۲۲ تنه ه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) یې خپاره کړي ښیې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۴۹۵ د کرونا ویروس مشکوکې نښې کتل شوې دي.

له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ثبتو پېښو شمېر ۳۳زره او ۳۸۴ ته ورسید چې له ډلې یې ۱۲زره  او ۳۱۳ یې فعالې دي.

تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۹۲۰ تنه مړه شوي او ۲۰زره او ۱۵۱ تنه هم روغ شوي دي.

تېره شپه ورځ کې ۱۳ کابل، ۱ بلخ، ۳ پکتیا، کندز ۳ او سمنګانو کې هم یو کس د کووید ۱۹ ناروغان مړه شوي دي.

همداراز تازه پېښې ۱۵ کابل، ۵۷ هرات، ۶ کندهار، ۱۱ بلخ، ۱ ننګرهار، ۲۳ تخار، ۱۲ بادغیس، ۲ لوګر، ۱۱ غزني، ۵ پروان، ۵ بدخشان، ۶ وردک، ۲ خوست، ۳۲ دایکندي، ۱ لغمان او ۳ هم پنجشېر کې ثبتې شوې دي.

 

https://tolonews.com/pa/afghanistan/%D9%87%DB%90%D9%88%D8%A7%D8%AF-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%DA%A9%D8%B1%D9%88%D9%86%D8%A7-%D9%88%DB%8C%D8%B1%D9%88%D8%B3-%D8%AF-%DB%B4%DB%B9%DB%B5-%DA%A9%D8%AA%D9%84-%D8%B4%D9%88%DB%8C%D9%88-%D9%86%DA%9A%D9%88-%D9%84%D9%87-%DA%89%D9%84%DB%90-%DB%B1%DB%B9%DB%B4-%DB%8C%DB%90-%D9%85%D8%AB%D8%A8%D8%AA%DB%90-%D8%AF%D9%8A