د بي بي سي پلټنو موندلې ده چې په هند کې د کورونا وېروس لپاره کارېدونکي دوه ډوله درمل (رېمډېسېور او ټوسیلي زوماب) په عام بازار کې نه موندل کېږي،‌ خو په تور بازار کې په پټه او په لوړه بیه خرڅېږي.‌

بي بي سي له یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړې دي‌ چې وایي، که (مناسبه) بیه ورکړل شي‌ نو دوی کولی شي چې دا درمل درته پیدا کړي.‌

د رېمډېسېور د یو خوراک ټاکل شوې بیه شاوخوا پنځه نیم زره هندۍ کلدارې ده، خو یو شمېر کسانو بي بي‌ سي ته د یو خوراک لپاره دېرش زره او ان اته دېرش زره نرخ ښودلی،‌ او ادعا کوي‌ چې سملاسي درمل ورکولی شي.‌

په دې وروستیو کې ځینو ازموینو وښوده چې رېمډېسېور درمل کولی شي چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ جدي علایم له ۱۵ ورځو ۱۱ ورځو ته راکم کړي، او هغو ناروغانو سره مرسته کوي‌ چې وضعیت یې خراب وي.‌

د همدې ازموینو د پایلو له اعلان وروسته د نړۍ په ځینو هېوادونو کې دا درمل له عام بازاره ورک شول او بیه یې څو واره لوړه شوه.

دا چې تر دې دمه د کورونا وېروس لپاره رسماً کوم درمل یا واکسین نه دي ځانګړي‌ شوي‌ نو د هند په څېر هېوادونو کې ډېری ډاکټران خپلو ناروغانو ته همدا رېمډېسېور ورکوي.

بي بي سي‌ موندلې ده چې په نوي ډیلي او شاوخوا سیمو کې ځینو کورنیو دا درمل په لوړه بیه له تور بازار رانیولي دي.‌

ځینو کورنیو ان بي بي سي ته وویل چې خپل هر څه یې خرڅ کړل چې همدې درملو ته روپۍ برابرې کړي او د خپل ناروغ ژوند وژغوري.

د دې وضعیت یو لامل دا دی چې د رېمډېسېور درملو غوښتنه ناڅاپه ډېره شوه، خو بازار کې یې شمېر زیات نه شو او تولید یې د پخوا په څېر محدود دی.‌

دا درمل د ګیلېډ په نامه یو امریکایي شرکت اصلاً د اېبولا ناروغۍ درملنې لپاره چمتو کړي‌ وو.‌ اوس دې شرکت څلورو هندي شرکتونو ته هم اجازه ورکړې ده چې رېمډېسېور درمل تولید کړي.‌

خو په دوی کې یوازې د هېټرو په نامه یو شرکت تر اوسه توانېدلی چې دا درمل تولید کړي.‌

هېټرو شرکت بي بي سي ته وویل، تر دې دمه یې په پنځو ایالتونو کې دوه لکه خوراکه رېمډېسېور وېشلي‌ دي، او نه پوهېږي چې ولې دا درمل له عام بازار تور بازار ته رسېدلي.

نور کوم درمل د هند له عامو بازارونو ورک شوي؟

دویم درمل چې د کورونا وېروس پر ضد ګټور بلل کېږي او له عام بازاره ورک شوي، ټوسیلي‌ زوماب نومېږي. دا درمل هم د رېمډېسېور په څېر اوس یوازې په تور بازار کې په څو واره لوړه بیه موندل کېږي.

که څه هم کارپوهان وایي‌ چې د دې درملو اغېزمنتوب په اړه باید لا ډېرې څېړنې وشي، خو د نړۍ په ګڼو روغتونو کې ازموینو ښودلې چې د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره ګټور دي.‌

دا درمل په اصل کې د رېماتېزوم لپاره کارول کېدل او بازار کې پخوا هم ډېر نه وو.

دا درمل د روچې په نامه د یو سویسي‌ شرکت لخوا جوړېږي او هند ته صادرېږي،‌ خو کله چې ورته بېړنۍ اړتیا وي نو بیا یې موندل اسانه نه دي.‌

دا درمل د سېپلا په نامه د یو شرکت لخوا په هند کې خرڅېږي.‌ د یاد شرکت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل چې په دې وروستیو کې په بازار کې د ټوسیلي زوماب غوښتنه لوړه شوې او ښایي وضعیت نور هم جدي شي.

د بي بي سي موندنې ښیي‌ چې په ګڼو روغتونونو کې ډاکټران د ناروغانو کورنیو ته وایي‌ چې خپله دې خپل ناروغ ته درمل پیدا کړي.‌

د ځینو ناروغانو کورنیو بي‌ بي‌ سي ته وویل چې دوه درې ورځې په دې درملو پسې سرګردانه ګرځېدل او بیه یې له اصلي بیې څو واره لوړه ورته ښودل کېده.‌

خو د سېپلا شرکت دا نه مني چې ټوسیلي زوماب درمل په تور بازار کې په لوړه بیه خرڅېږي.‌

یاد شرکت وایي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له دې وضعیت ناوړه ګټه پورته کړي.

 

https://www.bbc.com/pashto/53323630