د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې په کرونا د اخته کسانو له ډلې څخه یوازې پنځه فیصده یې شدید علایم لري او له کورنیو غواړي چې د کرونا د واکسین تر جوړیدو او یا د دې وبا تر کمیدو پورې دې د ماشومانو د زیږولو برنامې وځنډوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې چې په هیواد کې د کرونا د مثبتو پیښو شدت تر پخوا کم شوی دی، وايي چې یوازې پنځه فیصده ناروغانو د کرونا شدید علایم څرګند کړي دي. د دغه وزارت په خبره، د نورو په پرتله په میندوارو میرمنو کې د کرونا علایم ډیر شدید دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور، وویل: «د عامې روغتیا وزارت غوښتنه دا ده چې هغه کورنۍ چې غواړي بل ماشوم ولري، د واکسین تر موندلو او یا د کرونا په کمیدو سره دې د بچي زیږول پلان کړي او د زیږون ترمنځ د فاصلې له کړنلارې دې کار واخلي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند چې د جولای میاشتې پر ۶مه نیټه یې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې همدا راز وویل چې په کرونا ویروس د ککړو کسانو له ډلې څخه ۷۲ سلنه یې نارینه او ۲۸ سلنه یې بیا ښځې دي. دغه وزارت وايي چې د ناروغانو له ډلې څخه یوازې ۳۱ سلنه یې داسې کسان دي چې عمرونه یې د ۲۱ او ۳۰ کلونو په منځ کې دي او دا چې داهغه کسان دي چې له ماسکونو کمه استفاده کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې په افغانستان کې د کرونا د مرګونو کچه ۲،۶ سلنه ده او دا چې د قربانیانو له ډلې څخه ۷۸ سلنه یې نارینه او ۲۲ سلنه یې میرمنې دي. دغه وزارت یو ځل بیا پر افغانانو باندې غږ وکړ څو د کرونا وبا اړوند طبي سپارښتني عملي کړي، ماسکونه استفاده کړي، ټولنیز واټن مراعت، او د ګڼه ګوڼې له ځایونه ډډه وکړي.

 

https://www.dw.com/ps/روغتیا-وزارت-د-کرونا-تر-واکسینه-اولاد-مه-زیږوئ/a-54075605