د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د هیوادونو نه همکاري د دې سبب شوه چې د کرونا وایروس پراختیا چټکه شي.

د یاد سازمان مشر تدروس ادهانوم دوشنبه جنیوا کې یوې خبرې ناستې ته وویل، سربېره پر دې چې دوی د اقتصادي فعالیتونو او ځینو اړینو بندیزونو خبر ورکړی، خو ډېری هیوادونه ورسره همکار نه دي، له همدې امله کرونا وایروس په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دی.

هغه زیاتوي، حکومتونه د دوی سپارښتنو ته پام نه کوي او دغه راز یې په عملي کولو کې پاتې راغلي. نوموړی وایي که حکومتونه د کرونا وایروس په مقابل کې خپلې کړنې کم رنګه کړي دا به د یو لوی بشري ناورین سبب شي.

اداهانوم وویل، تر اوسه کوم عملي سند نشته چې یاد وایروس به کله ختمېږي نه یې هم په اړه دا معلومات شته چې  له کرونا وایروس څخه جوړ شوي کسان به بېرته په دغه وایروس اخته شي که نه او بله دا چې معلومه نه ده چې درمل به یې څه وخت جوړ شي.

نوموړي په حکومتونو غږ وکړ چې په دې برخه کې له یاد سازمان سره همکاري وکړي تر څو د یو لوی بشري ناورین مخه ونیسي.

 

https://www.khaama.com/pashto/archives/27821