د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا متحده ایالتونو کې په تېرو ۲۴ ګړیو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نږدې زر کسان مړه شوي دي.

دې سره د هغو کسانو شمېر یو لک ۳۸ زرو ته ورسېد چې دغه هېواد کې له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون تازه شمېرې ښيي چې متحده ایالتونو کې تېرو ۲۴ ګړیو کې په کورونا وېروس څلور اویا زره پنځه سوه کسان اخته شوي.

دا د کورونا وبا له پیلېدو راهیسې اول ځل دی چې دومره ډېر امریکایان په یوه ورځ په کورونا اخته کېږي.

دې سره امریکا کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېرو له درې میلیونه، پنځه لکه اویا زرو پورته کېږي.

نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو او ترې د مړو کسانو له پلوه امریکا متحده ایالتونه تر ټولو ځپلی هېواد دی.

دا مهال د امریکا په ۳۰ ایالتونو کې کورونا وېروس په زیاتېدو دوی او ډېرو ایالتونو کې د ماسک اغوستلو غوښتنه شوې ده.

وروستیو کې د کلوریډا والي جارډ پولس امر کړی چې دغه لوېدیځ ایالت کې له لسو کلونو پورته کسان عامه ځایونو کې ماسک واغونځي.

تېره اونۍ ډونلډ ټرمپ هم د اول ځل لپاره ماسک واغوست.

کورونا نړۍ کې تراوسه دیارلس میلیونه او اوله لکو ډېر کسان نیولي او ترې پنځه لکه ۸۹ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، که ځینې حکومتونه د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پرېکند ګامونه پورته نه کړي، نو حالات به لا خراب او بدتر شي.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-53440482