په ابوظبي کي د کرونا ويروس ضد واکسين آزمايښتي پړاو پيل سو. په نړۍ کي دغه ويروس ته د يوه واکسين موندلو له پاره چټکي هڅي رواني دي.

په ابوظبي کي د روغتيا چارو د ادارې رئيس شيخ عبدالله بن محمد بن بطي په يوه ويډيو کي د جمعې په ورځ ويلي دي: «مخکي تر دې چي د دغه واکسين توليد تائيد سي، دريم پړاو يې وروستی پړاو دی.»

د چارواکو په خبره دغه واکسين به په راتلونکو ۶ مياشتو کي پر ۱۵۰۰۰ کسانو و آزمويل سي. د «جي ۴۲» په نوم صحي شرکت له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي د چين د دارو جوړولو شرکت «سينو فارم» دارو د کرونا د مړه سوو ويروسونو پر اساس جوړ سوي دي.

اچارواکو زياته کړې ده چي عربي امارات د همکارۍ له پاره ځکه غوره ملگری دی چي دلته تر ۲۰۰ زيات مليتونه ژوند کوي او دا څېړونکو ته ستر امکان دی چي پر مختلفو قومونو واکسين و ازمويل سي. د عربي اماراتو د چارواکو د معلوماتو له مخي هلته تر اوسه د کرونا ويروس ۸۰۰۰ پيښي ثبت سوي دي.

لکه څرنگه چي «جي ۴۲» شرکت ويلي دي چي د دريم پړاو ازموينه به په چين کي د لومړي او دوهم پړاو تر برياليو آزمويني وروسته چي په هغه کي سل په سلو کي هغه کسان ازمويل کږي چي «انتي بادی» ولري، ترسره سي.

همدااوس په نړۍ کي د کرونا ويروس ضد واکسین جوړولو له پاره ۱۵۰ پروژې رواني دي. د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو پر اساس تر اوسه پوري ۲۰ واکسينه آزمويل سوي دي چي ډېر لږ يې د ابوظبي د پروژې په شان پرمختللي وې.

 

https://www.dw.com/ps/ابوظبي-د-کرونا-واکسين-آزمايښتي-پړاو-پيل-کړ/a-54220180