افغان حکومت وايي، له کورونا وېروس ځپلو سره د مرستې لپاره یې د "ملي دسترخوان" په نوم د خوراکي توکو مرستو یو نوی پروګرام اعلان کړی، چې په دوو پړاوونو کې به یې پربنسټ کابو ۹۰ سلنه افغانان برخمن شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، دا پروګرام به په ۳۴ ولایتونو کې عملي کېږي.

د ارګ په وینا دغه مرستې به د ولسي تړون له لارې ویشل کېږي او پر دولت سربېره به یې مدني ټولنې، د دولت پر کړنو د څار بنسټونه او عام ولس نظارت کوي.

افغان حکومت له دې مخکې له هغو افغانانو سره، چې د کورونا وېروس له امله پر کور ناستي له اقتصادي پلوه کمزوري کړي وو، د وچې ډو‌ډۍ مرسته کوي، چې پر ناعادلانه ویش یې نیوکې شوي دي.

ارګ وايي، په لومړي پړاو کې به ۳۴ ولایتونو کې ۱٫۶۷ میلیون کورنیو ته د ۸۸ میلیون ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو بستې، چې غوړي، وریجې، لوبیا، اوړه او د لاس مینځلو صابون پکې شامل دي، ووېشل شي.

ولسمشر غني په تېرو خوراکي مرستو کې د بډو په تړاو وویل: "له ځینو ځایونو معلومات راغلي وو چې ولسوالان غواړي د پیسو یوه برخه دوی ته ورشي، که مخ مې دې ولید، له پښو مو راځړوم. که څوک غواړي د بې وزلو له پیسو خپل جیب ډک کړي، دا نه یوازې له ولس سره خیانت دی بلکې له خدای سره هم خیانت دی."

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ملي دسترخوان، چې ۲۴۶ میلیون ډالر لګښت پرې راځي، لویه برخه یې د کورونا په برخه کې د مرسته شویو پروګرامونو سپما او ملي بودیجې د تخنیکي پروژو پیسې دي.

ښاغلي غني زیاتوي ملي دسترخوان مرستې به لومړی په هغو ولایتونو کې پیل شي، چې د ولسي تړون پروګرامونه اوس عملاً پکې عملي کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ارګ کې د ملي دسترخوان پروګرام په پرانیستغونډه کې وویل، د وچې ډو‌ډۍ په شان دا مرستې به د والیانو او ولسوالاانو په مشرۍ په سیمو کې اړمنو کورنیو ته ویشل کېږي.

د ښاغلي صالح په وینا، د ملي دسترخوان په دغو مرستو کې د افغانستان د نفوس، چې نژدې ۳۳ میلیون دی، ۹۰ سلنه ته ورسېږي.

امرالله صالح وویل، دا مرستې به د حکومت په څارنه د ولس په لاس وېشل کېږي:

"په کومو ولایتونو کې کومو کورنیو سره باید مرسته وشي، حکومت د څارنې حق لري او ولس هم باید ټول بنسټونه قومي مشران، علماء او شوراګانې مرسته وکړي چې د فساد مخه ونیول شي او که فساد پېښېږي، په جدي توګه به عکس العمل ورسره ښودل کېږي."

ښاغلي صالح وویل، د ملي دسترخوان په دویم پړاو کې به ۲۳۰ ولسوالیو ته مرستې رسېږي.

 

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-53456245