د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې په نړیواله کچه تر ۲۸۹ زرو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي. تېره شنبه هم په ۲۴ ساعتونو کې په کورونا وېروس د ۲۵۰ زره کسانو اخته کېدل ثبت شوي وو.

رپوټ وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله تر ۹۷۰۰ ډېر کسان مړه شوي.

د جمعې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان وویل، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې تر ۱۵ میلیون او ۲۹۶ زرو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.

امریکا کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر څلور میلیون، برازیل کې ۲٫۳ میلیون او هند کې ۱٫۲۸ میلیونو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې پر درېیمه پرله پسې ورځ د کورونا وېروس له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي چې په دې سره امریکا کې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۵ زرو ته رسېدلی.

په ورته وخت کې امریکا کې د ناروغیو د کنټرول مرکز د ښوونځیو بېرته پرانیستلو لپاره خپل لارښود اعلان کړی دی.

په دې لارښود دوه اونۍ مخکې ولسمشر ډونلډ ترمپ ټینګه نیوکه کړې وه.

'نوزیږدو ته د کورونا وېروس لېږد کم دی'

د تېرې جمعې په ورځ له موره نوزیږدي ماشوم ته د نوي کورونا وېروس د لېږدل د احتمال په اړه د یوې څېړنې پایلې خپرې شوې.‌

په دې څېړنه کې چې نیویارک روغتون کې پر ۱۲۰ نویو زیږېدلو ماشومانو ازمویل شوې ده، ویل شوي چې د میندوارۍ پرمهال په کورونا وېروس له اخته شوې مور نوزیږدي ماشوم ته د دې ناروغۍ د لېږد شونتیا ډېره کمه ده.‌

دې څېړنې څو اونۍ وخت نیولی او نوزیږدي ماشومان په کورونا وېروس له اخته میندو سره پرېښودل شوي او د مور شیدې ورکړل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په ټوله کې د مور له شیدو د ماشوم تغذیه کولو ګټې د کورونا وېروس د لېږد تر خطر ډېرې دي.

خو په امریکا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز په موقت ډول له موره د نوزیږدي ماشوم د جدا کولو سپارښتنه کړې چې په وینا یې په دې سره ماشوم ته د وېروس د لېږد خطر کمېدلی شي.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-53535451