یوې نوې څېړنې موندلې چې په کورونا وېروس له اخته میندو د زیږون پرمهال نوزیږدو ماشومانو ته د کورونا وېروس د لېږد شونتیا کمه ده، خو چې لازمه پاملرنه وکړي.
د نیویارک ښار درېیو روغتونونو کې پر ۱۲۰ نوزیږدو ماشومانو ترسره شوې څېړنه ښيي چې په کورونا وېروس له اخته شویو میندو د دوی نوزیږدو ماشومانو ته د کورونا وېروس د لېږد کومه پېښه یې نه ده ثبت کړې.
کارپوهان وايي، دا پایلې ډاډمنوونکې دي، خو لا نورو تجربو ته اړتیا ده.
شمېرې ښيي چې د میندوارۍ او ماشوم ته د تي ورکولو پرمهال د کورونا وېروس خطر کم ګڼل شوی، نو ځکه میندوارو او هغو مېرمنو ته چې لومړی ماشوم یې زیږولی، سپارښتنې توپیر کوي.
په برتانیا کې د نویو زیږېدلو ماشومانو او ښځو اړوندو ناروغیو شاهي پوهنتون ویلي، میندې باید له خپل نوزیږدي ماشوم سره یوه خونه کې پاتې شي، خو باید ډېر پام وکړي.
کارپوهان وايي، د روغتیا نړیوال سازمان سربېره، د طبیعي تي رودلو ګټې د کورونا وېروس تر احتمالي خطر ډېرې دي.
د امریکا د وبا کابو کولو او وقایې اړوند مرکز د نوزیږدي ماشوم او مور ترمنځ د لنډمهالي جدا والي د اړتیا په اړه سپارښتنه کړې چې له امله یې نوزیږدي ماشوم ته د وېروس د لېږد خطر کمېدلی شي.
خو وروستۍ څېړنې بیا میندو ته له خپلو نوزیږدو ماشومانو سره په یوه خونه کې د اوسېدو اجازه ورکړې، خو په دې شرط چې ماسک ولري او لاسونه په منظم ډول ومینځي.
د څېړونکو پایلې په دې ټکو کې رانغښتل شوې دي:
څېړونکي وايي، تر زیږون وروسته یې د درېیو ماشومانو ازموینه ونه کړه، ځکه چې والدینو یې نه غوښتل.
خو ډاکټره کریسټین سالواتوري چې د څېړنډلې مشري یې کوله، وویل: "هیله لرو چې زموږ څېړنه نویو میندو ته یوڅه ډاډ ورکړي، هغه دا چې د دوی نوزیږدو ماشومانو ته د کوویډ-۱۹ وېروس د لېږد له امله وېره ډېره کمه ده."
https://www.bbc.com/pashto/science-and-technology-53535942