د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی دی چې روسیې د کرونا ویروس ضد د نړۍ «لومړی واکسین» جوړ کړی دی. د پوتین په خبره دا واکسین د کرونا ویروس پر خلاف تر ډیر وخته پورې کار کوي.
د روسيې له پلازمېنې مسکو څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله ولسمشر پوتین په دولتي تلویزون کې په خپره شوی یوه ویډیوي کنفرانس کې ویلي دي چې نن د سه شنبې په ورځ (د اګست میاشتې یولسمه نیڼه) په نړۍ کې د لومړي ځل له پاره د نوي کرونا ویروس ضد یو واکسین په روسیه کې راجستر شوی دی.
ولادیمیر پوتین د روسیې د کابینې د غړو په مخاطب کولو سره وویل: «زما له لوڼو څخه هم یوې یې دا واکسین استعمال کړی دی. زه ویلی شم چې زما لور هم یو ډول د دې تجربې یوه برخه ده. دا واکسین د کووید-۱۹ وبایي ناروغۍ سبب جوړیدونکي کرونا ویروس پر ضد په اوږدمهاله ډول د بدن مقاومت ممکن کوي.»
روسیه په ډیري تیزۍ سره د کرونا ویروس پر ضد واکسین پر جوړولو کار کوي.
د روانې میاشتې په اوایلو کې د مسکو حکومت هیله څرګنده کړې وه چې د کرونا ویروس ضد واکسین د جوړولو چارې به په څو اونیو کې پیل شي او تر راتلونکي کاله پورې به دا کار دومره پراخ شي چې د هیواد طبي کارپوهان به هره میاشت د څو میلیونو په شمیر کې واکسینونه تولید کړي.
https://www.dw.com/ps