روغتیا نړیوال سازمان وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله په امریکا او هند کې له زرو ډېر او برازیل کې تر ۸۷۴ کسان مړه شوي دي.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، د یکشنبې په ورځ په هند کې ۹۴ زره او ۳۷۲ نوي ناروغان ثبت شوي او ور پسې امریکا کې ۴۵ زره ۵۲۳ او برازیل کې ۴۳ زره ۷۱۸ کسان رپوټ شوي دي.

امریکا کې په کورونا له شپږ میلیون د ډېرو کسانو اخته کېدو سره د نړۍ د کووېډ-۱۹ ناروغانو نږدې څلورمه برخه په دغه هېواد کې درج شوي دي.

امریکا کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر یو لک ۹۴ زرو ډېرو کسانو مړه کېدو سره د کورونا له امله تر هر بل هېواد ډېر کسان دغه هېواد کې مړه شوي دي.

هند تر امریکا وروسته نړۍ کې د کورونا د تایید شویو پېښو له امله دویم ځای لري.

تېره اونۍ دغه هېواد وویل چې اګسټ کې نږدې دوه میلیونه کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي او دا د کورونا وبا تر پیلېدو راهیسې نړۍ کې تر ټولو لویه میاشتنۍ شمېره ده.

برازیل کې هم تر څلور میلیونو ډېر کسان په کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې دې سره نړی کې دریم ځای لري.

دې هېواد کې له دې ناروغۍ یو لک ۳۱ زره کسان مړه شوي چې لاتینه امریکا کې تر ټولو ډېر دي.

نوې څپه او ریکارډ زیاتوالی

د روغتیا نړیواله اداره د کورونا وېروس نوې څپه کې په یوه ورځ په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د کسانو اخته کېدل ریکارډ زیاتوالی ښيي، چې پکې تېرو ۲۴ ګړیو کې درې لکه اوه زره ۹۳۰ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

له دې مخکې د یوې ورځې ډېرو پېښو ریکارډ هم د سپټمبر شپږمه نېټه وه، چې روغتیا نړیوال سازمان وویل، درې لکه شپږ زره ۸۵۷ کسان په کورونا اخته شوي دي.

دا اداره زیاتوي په دا مهال له پنځو زرو پنځوسوو ډېر کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي او دې سره له کورونا د مړو شمېر هم نهه لکه ۱۷ زره ۴۱۷ کسانو ته ورسېد.

تر نورو هېوادونو په هند، متحده ایالتونو او برازیل کې ډېر کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

نړۍ کې تر ۲۸ میلیونو ډېر خلک په کورونا اخته شوي چې تر تیمايي په امریکا کې دي.

فرانسه کې چارواکي وايي، د شنبې په ورځ لس زره کسان په کورونا اخته شوي

څو اروپايي هېوادونو کې هم روغتیايي چارواکي د کورونا وېروس د خپرېدو زیاتوالي اندېښمن کړي او له خپلو وګړو یې غوښتي چې ټولنیز واټن ته پام وکړي.

فرانسه کې بیا د کورونا وېروس نوې څپه پیل شوې او د شنبې په ورځ چارواکو لس زره نوې پېښې ثبت کړې دي.

پېرو، اسراییل، سوېلي کوریا او اسټرالیا هم د هغو هېوادونو له ډلې دي چې کورونا خپرېدل پکې زیات شوي دي.

د اسټرالیا په ویکټوریا ولایت کې پولیسو هغه نږدې ۷۰ کسان بندیان کړي چې د ټولنبدیز خلاف یې مظاهره کړې وه.

اسراییل کې هم د کورونا وېروس د خپرېډو زیاتوالي پیسې له جمعې ورځې د دریو اونیو لپاره د ټولبندیز محدودیتونه پیلېږي.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-54143460