څېړنو ښودلې چې د ټولبندیز پرمهال د ورځني تمرین کچه را ټیټه شوې ده او آن په هغو سیمو کې له عادي کچې ټیټه پاتې شوې چې سخت بندیزونه لرې کړل شوي دي.
له دې امله د چاغوالي او ور سره د تړلو ناروغیو په اړه د روغتیايي کارپوهانو اندېښنې زیاتې شوي چې له امله یې ښايي د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مرګ خطر هم نږدې ۵۰ سلنه زیات کړي.
کله چې د کوویډ-۱۹ وبا خپره شوه نو شر ریډ په مناسب ځای کې نه وه، هغه په دې وروستیو کې د بریتانیا یوه بل ښار ته کډه شوې او د کورنۍ له غړو او ملګرو لرې شوې چې وکولی شي خپل ورځنی سپورټي تمرین ترسره کړي. دا چې هغه د سالنډۍ ناروغي لري نو اړه ده چې د ټولبندیز پرمهال ځان خوندي وساتي.
شر بي بي سي ته وویل د کمزورۍ احساس یې کاوه، له نورو لرې وه او وارخطا هم وه. دا وایي له کوره بهر نه وته او یوازې تلویزیون یې کتلو.
شر وايي فزیکي فعالیت یې کم وو او د ورځې به یوازې شاوخوا ۲۰۰۰ قدمه ګرځېدله.
شر ریډ وايی له نورې لرې او خپلې روغتیا ته په اندېښنه کې وه.
که څه هم د قدمونو د شمار او له روغتیا سره یې دتړاو په اړه نظرونه بیلابیل دي او په دې وروستیو کې طبي سپارښتننو کې ویل شوي چې د تمرین کمیت پر تله د تمرین قوت او څرنګوالی مهم دی .
د کورونا وېروس له امله د لټۍ د یوې بېلګې په توګه چې روغتیايي کارپوهانو یې د نړۍ په کچه له امله اندېښنه ښودلې، دېرش کلنه شر په ښه وضعیت کې ده.
دوی اندېښنه لري چې د بدن د تناسب ټیټوالی له امله ښايي مزمنې ناروغۍ هم زیاتې شي هغه چې د فزیکي فعالیت له نشتوالي سره تړاو لري لکه چاغوالی او د زړه وضعیت.
دې ته په کتو چې د نړۍ په ځینو برخو کې د کورونا وېروس دویمه څپه راغلې، دا هم جوته ده چې دا ستونزې ښايي د دې لامل شي چې خلک پر کوویډ-۱۹ ډېر اخته شي.
د هغو مالوماتو له مخې چې د نړیوال بانک تر مشرۍ لاندې را ټول شوي او د تېرې اګست میاشتې پر ۲۶ خپاره شول موندل شوې چې چاغوالی نه یوازې دا چې پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې خطر نږدې ۵۰ سلنه لوړوي بلکې دا امکان هم شته چې په چاغو کسانو کې د واکسین اغیز هم محدود کړي.په نړیواله کچه فزیکي فعالیت کم شوی
تر اوسه تر ټولو پراخه سروې هغه ده چې د فعالیت د څار د یوه اپلیکیشن د څلور ملیونه کاروونکو په ګډون شوې په مارچ او جون میاشت کې شوې ده.
دا سروې ښيي چې د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې پر تله، د ټولبندیز پرمهال د خلکو قدم وهل په ډراماتیکه توګه را کم شوی.
تر ټولو مهم دا چې آن په هغو سیمو کې چې ټولبندیز پای ته رسیدلې یا نرم شوی د قدم وهلو کچه پخوانۍ اندازې ته نه ده رسېدلې.
په دې ډله کې د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ عمر لرونکو تر ټولو لږ قدم وهلی دی.
بریتانوی ډاکټر پونم کریشان وايي د سټرس یا پریشانۍ زیاتوالی ښايي زموږ پر خوب اغیز وکړي او په دې سره بدن د ستړیا احساس کوي په پایله کې انرژي کمه او تمرین سره لیوالتیا کمیږي.
"کله چې موږ تمرین ونکړو، خوراک مو کمیږي په دې سره منفي حالت راځي، دا زموږ فزیکي روغتیا او ذهني او عاطفي تحرک اغیزمنوي" .
څو هېوادونو ویلي چې د ټولبندیز له امله د خلکو د بدن وزن زیات شوی، لکه په برازیل کې یوې سروې ښودلې چې د وبا پرمهال له لسو د څلور کسانو وزن زیات شوی دی. په ایټالیا، فرانسې، بریتانیا او اسرائیل کې هم د ورته ستونزې رپوټ ورکړل شوی.
د کورونا وېروس له امله لټي د نړیوال روغتیايي سازمان لپاره هم یوه اندېښنه ده، دې سازمان ( کور کې روغتیا ) هشتګ په کارولو سره یو کمپاین هم پیل کړی او په لړ کې یې د ساده تمرینونو په اړه مالومات خپروي چې د بیلابیل عمر کسانو لپاره اړین دي.
په مکسیکو کې خبرداری
د بېلګې په توګه مکسیکو داسې یو هېواد دی چې د فیټ بېټ اپلیکیشن د مالوماتو له مخې د قدم وهلو کچه په کې ډېره راټېټه شوې ده، د تېر کال د جون میاشتې پر تله د روان کال په همدې میاشت کې د قدم وهلو اندازه نږدې اتیا سلنه کمه شوې وه.
مکسیکو اوس په نړۍ کې د کورونا وېروس ځپلو هېوادونو کې په کتار کې دریم ځای لري، د اګست تر ۲۷ دغه هېواد کې د کوویډ-۱۹ له امله د مړو کسان شمېر څه باندې ۶۲ زره تنو ته لوړ شوی. د مړو له ډلې له ۷۰ سلنه زیاتو یې نورې ناروغۍ لرلې لکه شکره، چاغوالی او د وینې لوړ فشار.
دغه هېواد کې په ځانګړې توګه پر کوویډ-۱۹ د اخته ماشومانو د شمېر او له امله یې د مړینې په اړه اندېښنې ډېرې دي. د مکسیکو د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د اپریل د ۱۲ او د جون د اتمې نېټې ترمنځ موده کې د مثبتو پېښو شمېر له ۸۴ څه باندې ۲۶۰۰ ته لوړ شوی دی.
یونیسف وايي چې د ۱۳ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکي ۸۰۰۰ کسان یې سروې کړي او موندلې یې ده چې د دې ډلې شاوخوا نیمايي یې د وبا پرمهال لږ تمرین کړی دی.
د یونیسف د خوراک کارپوه مورو بریرو وايي، له دې ډلې ډېر یې ښوونځي ته نه دي تللي او یا له کوره د وتلو وېره یې لرله.
" مکسیکو د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له کورونا وېروس وړاندې هم په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې یې چاغوالی ډېر دی. وضعیت ښايي نور هم خراب شي او لا ډېر ځوان کسان زیانمن شي ".
څېړنې ښيي چې آن په هغو هېوادونو کې چې بشپړ ټولبندیز یې نه وو عملي کړی، د قدم وهلو کچه کمه شوې لکه جاپان چې د ۲۰۱۹ پر تله لا هم د قدم وهلو کچه ۱۱ سلنه ټیټه وه.
هند کې د شکرې ناروغانو په اړه اندېښنې
په هند کې لا هم په جون کې میاشت کې د قدم وهلو کچه ۱۱ سلنه ټیټه وه. دغه هېواد کې د شکرې ناروغۍ د وبا وېره شته، اټکل دا دی چې هند کې څه باندې ۷۰ ملیونه کسان په شکرې ناروغۍ اخته دي او دا له چین وروسته د شکرې د ناروغانو دویم لوی شمېر دی.
په نوي ډیلي کې د ډاکټرانو یوه ډله چې د کورونا وېروس پر مهال یې د شکرې ۱۰۰ تنه ناروغان څارلي، موندلې چې نه یوازې دا چې د دې ډلې ناروغانو یو زیات شمېر ( ۴۲ سلنه) د تمرین اندازه کمه کړې بلکې زیاته اندازه کاربوهایډریټ یې خوړلي دي چې شکرې ناروغانو ته ښه نه دي.
له خطر سره مخامخ کسان هم تېروتنه کوي
د لندن کالج پوهنتون څېړونکې نینا راجرز وايي دې نتیجې ته رسېدلی چې سختېدونکو ناروغیو او یا د کووېډ-۱۹ په وړاندې ډېر زیانمنېدلو هم ډېر کسان نه دي هڅولې چې د ځان ژغورلو لپاره لاس په کار شي.
هغه چې د وبا برخه کې تخصص لري وايي دې پایلې ته د کورونا وېروس وبا پرمهال له شلو کلونو لوړ عمر لرونکو ۵۸۰۰ کسانو سره له مرکو وروسته رسېدلې ده.
له دې ډلې ۶۰ سلنه کسانو ویلي لکه د پخوا په څېر فزیکي فعالیت یې کړی او یوازې شاوخوا ۲۵ سلنه کسان دا منلې چې د فزیکي فعالیت کچه یې را کمه کړې ده او په دې ډله کې پر داسې ناروغیو اخته کسان هم وو چې پر کووېډ-۱۹ د اخته کېدو له زیات خطر سره مخامخ وو.
څېړونکې راجرز وايي دا د اندېښنې وړ ده ،ښايي موږ بیا له داسې یوه ټولبندیز سره مخامخ شو چې فزیکي فعالیت لا ډېر کم کړي او د هغه کسانو شمېر زیات شي چې پر کووېډ-۱۹ د اخته کېدو له زیات خطر سره مخامخ وي.
د تمرین بیا پیلول؟ آسانه نه دی...
له ټولبندیزه تېښته په خبرو اسانه خو په عمل کې سخته ده.
ابیونګ سیکګویلي د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې د تکواندو استاذه ده، دې بي بي سي ته وویل چې په داسې حالاتو کې د تمرین هڅوونکي عوامل په اسانۍ له لاسه ووځي.
"خلک له عاطفي پلوه عادي حالت کې نه دي، زما ځینې زده کوونکي د تمرین په اړه له فکر کولو وړاندې د خوړو په اړه اندېښنه کې وي".
خو دا وايي دا مهمه ده چې یو بل ته پام وکړو. " زما یوه ملګري د ټولبندیز پرمهال سکته وکړه" .
https://www.bbc.com/pashto/world-54146936