د روغتیا نړیواله اداره وايي، اروپا کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړینه تر تېرې اونۍ ۴۰ سلنه ډېره شوې ده
د دې ادارې ویانده ډاکتر مارګریټ هریس بي بي سي ته وویل، د دې مړینې ډېره برخه فرانسه، اسپانیا، برتانیا، هالنډ او روسیه کې پېښېږي
د مېرمن هریس په خبره، اندېښنه دا ده چې د روغتونونو د ځانګړي څار برخه له سختو ناروغانو ډکه ده
روسیه دمګړۍ له امریکا، هند او برازیل وروسته د کووېډ-۱۹ ډېر ناروغان لري او عامه بیروباري ځایونو کې یې ماسک اغوستل جبري کړي دي
د سې شنبې په ورځ روسیه کې د ۳۲۰ کسانو مړینې سره په یوه ورځ له دې ناروغۍ د مړو شمېر ریکاډ جوړ کړ
د دوشنبې په ورځ هم دغه هېواد کې په کورونا د ۱۷ زره ۳۴۷ کسانو اخته کېدو سره تر ټولو لویه ورځنۍ شمېره ثبت شوه
په دا مهال د ایټالیا مختلفو ښارونو کې له کورونا سره د مقابلې پر نویو محدودیتونو اعتراض شوی دی
خو بلجیم کې له ډاکټرانو غوښتل شوي چې که په کورونا هم اخته وي، باید کار وکړي، ځکه له دې پرته دغه هېواد له کورونا سره د مقابلې توان نه لري
ډاکټره هریس له بي بي سي سره خبرو کې زیاتوي چې اروپا کې اوسنۍ مړینه جدي او اندېښمنوونکې ده
د هغې په خبره، له کووېډ-۱۹ به مړینه کمه شي، خو ټولو هېوادونو کې به یو شان نه وي
نوموړې دا هم وايي، چې د کورونا دویمې څپې اوج به هم د اولې څپې سره توپیر لري
"ښه خبره دا ده چې روغتونونو کې د دې ناروغۍ په درملنه کې پرمختګ شوی دی. "
برتانیا کې هم د امپریال کالج پوهنتون څېړونکي وايي، چې په کورونا وېروس له دویم ځل اخته کېدو څو میاشتې وروسته ممکن بدن له دې وېروس سره د مقابلې دفاعي ځواک ولري
له چارشنبې د روسیې په عمومي ځایونو لکه ټرانسپورټ، ټکسي، پارکېنګونو او لېفټونو کې ماسک اجباري کېږي.
ځايي چارواکي خپلو سیمو کې د نویو محدودیتونو د پلي کولو مسوولیت لري.
روسیې تېر پسرلی د دې وېروس لومړیو کې هم ورته کار وکړ، خو جولای کې د کورونا کمېدو سره یې دا هرڅه لرې کړل.
د عمومي روغتیا څار ادارې مشر ارسپاتر بنادزر دا سپارښتنه هم کړې چې شرابخونې او هوټلونه باید د شپې کار ونه کړي او هم د عمومي ټرانسپورټ ګاډو میکروب ضد کول ډېر شي.
د جان هاپکن پوهنتون د شمېرو له مخې روسیه کې له کورونا تر ۲۶ زرو ډېر کسان مړه او تر یو نیم میلیون ډېر یې نیولي دي.