یوې نوې څېړنې موندلې، کله چې اسمان څکالي د ناروغۍ احساس وکړي، له یو بل سره ټولنیز واټن مراعتوي او له نورو اسمان څکالو سره ډېر نه ګډېږي

مخکې پوهانو موندلې وه چې د دوی دا کړنه په لابراتوار کې ازمويي، خو اوس یې ټینګار دا دی چې د امریکا په بېدیاوو کې اسمان څکالي وڅاري.

د امریکا اوهایو پوهنتون څېړونکو خپله څېړنه په چاپېریالي خپرنۍ کې خپره کړې ده.

څېړونکي د یوې ونې په بیخ کې پر ځینو اسمان څکالو څېړنه کوي او هلته یې داسې الې لګولې دي چې په مټ یې د اسمان څکالو د ژوند په اړه لا نور مالومات ترلاسه کوي.

وی وايي، په دې ونه کې ۳۱ اسمان څکالي اوسېدل، ۱۵ ته یې داسې مواد ورکړي وو چې د دوی د وجود پر دفاعي سیستم اغېز نه کوي، دوی ټینګار کوي چې اسمان څکالو ته په دې څېړنه کې هېڅ زیان نه دی اوښتی.

اسمان څکالي هغه یوازېني تي لرونکي ژوي دي چې د نورو ژوو په وینو پايي

څېړونکو ویلي، دوی ومونده هغه "ناروغ" اسمان څکالي چې درمل ورکړل شوي وو، له نورو روغو اسمان څکالو سره یې ډېره راشه درشه نه لرله.

دوی وايي، کله یې چې ناروغو اسمان څکالو ته پیچکارۍ وکړې، ۶ ګړۍ وروسته یې چلن بدل شو.

۴۸ ګړۍ وروسته د پیچکارۍ اغېز له منځه ولاړ او اسمان څکالي بېرته خپل عادي ټولنیز ژوند ته ستانه شول.

کله چې اسمان څکالي د ناروغۍ احساس وکړي په ځنګل کې نورو ته خپله ناروغي نه خپروي، ځکه چې له روغو اسمان څکالو سره د ناروغۍ پرمهال لږ وخت تېروي.

د څېړنډلې مشر سیمون ریبرګر دا چلن "منفي ټولنیز واټن" نومولی او باوري دی چې ښايي ژوو کې لا ډېر زیات وي.

https://www.bbc.com/pashto/world-54716586