د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د یاد وزارت مالومات ښيې چې یاده موده کې ۶ تنه هم د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي او ۳۶ نور روغ شوي دي

د خپرو شویو مالوماتو له مخې تازه پېښې ۱۴ کابل، ۱۰ کندهار، ۱۴ بلخ، ۱۶ ننګرهار، ۱۱ تخار، ۱۳ بغلان، ۵ نیمروز، ۱۵ غزني، ۱۰ کاپیسا، ۱۱ زابل او ۲ هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوې دي

د تازه پېښو له ثبت سره  هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۱ زره او ۹۳۵ ته رسیږي چې له ډلې یې ۵زره ۹۴۱ یې فعالې دي

تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۵۵۴ تنه مړه شوي دي