د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۲۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي
د شمېرو له مخې چې نن(چهار شنبې د لړم په ۲۸مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۲۰۱ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده
په همدې حال کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۷ ناروغان مړه شوي هم دي او ۱۳۵ تنه روغ شوي دي
د یادولو ده چې تازه پېښې ۱۱۵ کابل، ۸ کندهار، ۶۴ بلخ، ۱۴ ننګرهار،۷ بغلان، ۲۵ پروان، ۱ نیمروز، ۵ لوګر، ۲ هلمند او ۲ هم جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې دي
له تازه پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۳ زره او ۹۲۴ ته ورسید چې له ډلې یې ۶۹۸۴ یې فعالې دي