د اکسفورډ پوهنتون لخوا د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره جوړ شوي واکسین د ۶۰ او ۷۰ کلونو په منګ زړو کسانو کې پیاوړی دفاعي (حفاظتي) غبرګون ښودلی دی.

د کورونا د دغه نوي واکسین جوړوونکې ډله وايي، لومړنیو ازمېښتونو یې د زړو خلکو چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له اړخه تر ځوانانو له ډېر خطر سره مخامخ دي - د خوندیتوب هیلې ډېرې کړې دي.

دغه واکسین لومړي ګام کې پر ۵۶۰ روغو داوطلبو کسانو ازمویل شوي دي.

اکسفورډ واکسین باید له درېو نورو مهمو ازمېښتي پړاوونو هم تېر شي چې په راتلونکو اوونیو کې ترسره کیږي.

اکسفورډ پوهنتون له اسټرا زېنکا درمل جوړونکي شرکت سره په ګډه پر دغه واکسین کار کوي او وايي مخ پر ودې هېوادونو ته به د دغه واکسین سلګونه میلیونه دوزه ورکړي.

تمه ده چې د دغه نوي واکسین نړیوال تولید به د بایونټک/فایزر او موډرنا شرکتونو لخوا د جوړو شويو واکسینونو پرتله اسان وي

پر بایونټک/فایزر او موډرنا سربیره روسیې هم د کورونا ویروس د مخنيوي لپاره د سپوټنیک په نوم د واکسین جوړولو خبر ورکړی دی.

د رپوټونو له مخې بریتانیا وار له مخه اسټرا زېنکا شرکت ته د اکسفورډ واکسین د ۱۰۰ میلیونه دوزه، فایزر/بایونټک ته د ۴۰ میلیونه دوزه او موډرنا ته د ۵ میلیونه دوزه سپارښتنه ورکړې ده.

اکسفورډ پوهنتون داسې مهال د کورونا د واکسین په جوړولو کې د دغه پرمختګ خبر ورکړی چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه د دغه وېروس له دویمې او درېمې څپې سره مخامخ دي.