ارگ اعلان کړی دی چي په افغانستان کي د کرونا واکسين لومړی مرحله به د نړيوال بانک په مرسته د افغانستان حکومت عملي کړي. د ارگ په يوه خبرپاڼه کي راغلي دي چي په لومړۍ مرحله کي به له ۲۰ تر ۴۰ سلنه واکسين تطبيق سي
ارگ ويلي دي چي د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ماښام د نړيوال بانک، د اسيا پراختيايي بانک، د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف له مشرانو سره په يوه ويډيويي کنفرانس کي په دې اړه خبري کړي دي.
د ارگ په اعلاميه کي راغلي دي چي د افغانستان جمهوررئيس له نړيوال بانک او اسيا پراختيايي بانک څخه د کرونا واکسين د لومړۍ مرحلې په تطبيق کي د مرستي غوښتنه کړې ده.
ويل سوي دي چي د يادو بنسټونو مسئولانو په دې برخه کي د مالي مرستي ژمنه کړې ده او ويلي يې دي چي د واکسين لومړی پړاو به د نړيوال بانکي په مرسته افغان حکومت تطبيق کړي.
ولسمشر غني ويلي دي چي د کرونا وبا له دوهمي څپې سره مبارزه يې د حکومت په لومړيتوب کي ده.
https://www.dw.com/ps/vaccine-corona-afghanistan-world-bank/a-55825714
.