د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، د کورونا وېروس د واکسین لومړۍ محموله به د ۲۰۲۱ کال تر نیمايي (تر راتلونکو اوو میاشتو) افغانستان ته ورسېږي.
په لومړي پړاو کې به هغو درې سلنه وګړو ته د کورونا واکسین ورکړل شي، چې ناوړه وضعیت کې وي.
اټکل شوی چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به د افغانستان څلوېښت سلنه وګړي کورونا واکسین ته لاسرسی ولري.
عامې ورغتیا وزارت وايي، د واکسین نړیوالې ټلوالې او نړیوال بانک ژمنه کړې چې دغه واکسین افغانستان ته ورکړي.
د ولسمشر او اړوندو روغتیايي چارواکو ترمنځ لومړنۍ ناسته کې- چې نن وه، روغتیا وزارت ځینې سپارښتنې وکړې، چې له مخې به یې د ودونو سالونونو، حمامونو، ورزش ځایونو او دفاتحې اخیستو د ځایونو به اړه محدودیتونه لګول کېږي.
د افغانستان ولسمشر په هېواد کې د کورونا وېروس د دویمې څپلې د مدیریت چارې پخپل لاس کې اخیستې دي. په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مني چې په هېواد کې په کورونا د اخته کسانو او له دې د مړینې کچه ډېره شوې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني به له روغتیايي چارواکو سره د کورونا وېروس د دویمې څپې د مدیریت لپاره اونۍ کې دوه ځله (یکشنبه او چارشنبه) ناستې ولري.
دغه وزارت یوځل بیا له خلکو غوښتي چې روغتیايي سپارښتنو ته، په تېره ماسک کارولو ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی له کوره کار کول، ماسک مراعاتول او په ښاري بسونو کې د مسافرو د مدیریت په اړه هم سپارښتنې لرلې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، په وزارت کې د کړکېچ د مدیریت لپاره یو مرکز هم جوړ شوی دی:
"دغه مرکز به څلورویشت ساعته فعال وي. زموږ همکاران به په اته ساعته شیفټونو کې کار کوي. دا مرکز ددې لپاره جوړ شوی چې د کورونا دویم پړاو پرمهال خلکو ته ښه رسیدګي وکړای شو."
د عامې روغتیا وزارت وايي، وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کورونا وېروس ۱۷۷ نور کسان اخته شوي او ۱۳ کسان مړه شوي دي.
ددغه وزارت د سروې له مخې، چې د هېواد یوازې ۳۳ سلنه وګړي ماسک کاروي، که ۹۵ سلنه وګړي ماسکونه واغوندي، کورونا وېروس کنټرولېدلی شي.
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-55242105