د بريتانيا او روسيې ساينسپوهان غواړي په ګډه يوه ډله جوړه کړي چې د کورونا وېروس پر وړاندې د اکسفورډ اسټرا زينيکا او سپوټنېک وي واکسين ګډ کړي او له دې لارې يې اغېزمنتوب لا زيات کړي.
دوی په دې باور دي چې د دغه دواړو واکسينو له ګډولو سره به د وېروس پر وړاندې د انسان دفاعي يا اېميون سيستم لا ځواکمن شي. ټاکلی شوې دغه ازموينه په روسیه کې پر هغو کسانو ترسره شي چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو زیات دي خو لا معلومه نه ده چې څومره خلک به په دې ازموينه کې ګډون کوي.
اکسفورډ په وروستيو کې د خپل واکسين اسټرا زینيکا پايلې خپرې کړې وې چې په وينا يې د ازموينې له مخې واکسين خوندي او بې خطره دي.
د اکسفورډ څېړونکي لا هم اوس د ډېر عمر لرونکو کسانو کې د خپل واکسين د اغېزمنتيا په اړه معلومات راټولوي او خلکو ته د ورکولو لپاره د چارواکو اجازې ته منتظر دي.
د اسټرا زېنېکا کمپنۍ چې له اکسفورډ پوهنتون سره همکاري لری ويلي، د کورونا وېروس په اړه مختلف واکسین ګډوي چې معلومه کړي ايا د دې ترکيب به د بدن دفاعي سيستم ځواکمن کړي او ښه خونديتوب به رامنځ ته کړي.
جرمني غواړي په دويم ځل ګرځبنديز ولګوي. په دې هېواد کې د کورونا وبا له خپروېدو راهيسې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې په ریکارډ کچه ۵۸۵ کسان مړه شوي او نژدې ۳۰ زره نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د جرمني د اقتصاد وزير پيټر الټمير وايي موږ بايد به "بيړه کار وکړو او له هغه بايد زیات کار وشي کوم چې پلان شوی
بل پلو په روسيه او اوکراين کې هم د جمعې په ورځ په ريکارډ کچه د کورونا ويروس له امله خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په جرمنې کې د نومبر مياشتې له لومړيو راهيسې په ځينو سیمو کې پر هوټلونو، بارونو او د ساعتېرۍ ځايونه تړل شوي دي خو دغو نويو پېښو چارواکي لا اندېښمن کړي دي او دغه حالت يې "ډېر نازک" بللی دی.
د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل هم پارلمان ته په وینا کې د نويو بنديزونو غږ کړی او ويلي يې دي چې د "ورځې د ۵۰۰ خلکو مړينه د منلو نه ده".
https://www.bbc.com/pashto/world-55280244