د امریکا په متحده ایالاتو کې د کوېډ ۱۹ ضد واکسین کولو لومړنی کمپاین نن دوشنبه پیل شو او د کوېډ ۱۹ ضد لومړی واکسین یوې نرسې ته په نیویار کې وشو.
د فایزر او بایو اېنټیک مېلیونونه ډوزه واکسین ویشل شوی او په پام کې ده چې نن د ورځې ترپایه (د امریکا په وخت) ۱۵۰ نورو روغتونو ته هم دغه واکسین واستول شي.
د واکسین کولو د دې پروګرام په لړ کې به د اپریل تر میاشتې پورې ۱۰۰ میلیونه وګړي امریکا کې واکسین شي.
د واکسین کولو د لومړي کمپاین له پیل مخکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ لومړي ګام کې د سپینې ماڼۍ کارکوونکو او د حکومت چارواکو ته د کورونا واکسین له پلان سره مخالفت وکړ.
وړاندې په رسمي ډول ویل شوي و چې د سپینې ماڼۍ او د امریکا د حکومت ځینې جګپوړي چارواکي به د کورونا په لومړنیو واکسینېدونکو کسانو کې وي.
خو ښاغلي ټرمپ پر دغه پلان د "بیاکتنې"غوښتنه وکړه.
امریکا کې سر له نن دوشنبې (ډسمبر ۱۴مې) د فایزر او بایو اېنټیک شرکتونو لخوا د کورونا د مخنیوي لپاره د جوړ شوي واکسین اضطراري تطبیق پیل شو.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ډونلډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي و د واکسیناسیون په لومړي پړاو کې به یوازې هغه خلک واکسین شي چې ځانګړې روغتیايي ستونزې لري.
فایزر/بایواېنټیک واکسین د کورونا ویروس پر وړاندې ۹۵ سلنه خوندیتوب رامنځته کوي.
امریکا د تیرې جمعې پر ورځ د دغه واکسین بیړني کاریدو ته اجازه ورکړه.
اوس ویل کېږي د دغه واکسین ۳ میلیون دوزه د دغه هېواد ۵۰ ایالتونو ته استول شوي دي.
له نومبر راهیسې امریکا کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو کچه مخ په لوړېدو ده او یوازې د تیرې شنبې پر ورځ دې ناروغۍ متحدو ایالتونو کې درې زره کسان ووژل.
امریکا کې تر دې دمه له درې لکو ډېر کسان په دغه ویروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.
هیله دا ده چې د واکسین پروسه به د کورونا وبا د خپرېدو وضعیت بدل کړي.
د امریکا د خوړو او درملو سازمان 'اېف ډي اې' مسوولان د دوی لخوا د جمعې پر ورځ د فایزر واکسین د بېړني کاریدو اجازه د کورونا وبا پر وړاندې مبارزه کې "مهم پرمختګ" وباله.
د رپوټونو له مخې د اېف ډي اې مسوولان د ډونلډ ټرمپ د حکومت تر فشار لاندې وو چې ژر دغه واکسین ته اجازه ورکړي.
د فایزر واکسین سراسري پروسه تر امریکا وړاندې بریتانیا کې پیل شوې او پر دې سربېره کاناډا، بحرین او سعودي عربستان هم د دغه واکسین ته اجازه ورکړې ده.
https://www.bbc.com/pashto/world-55299339