په امریکا کې څیړونکي وايي د موډرنا په نامه د کوېډ ۱۹ ضد واکسین ۹۴ سلنه ګټور دی. اوس تمه کېږي چې د دې هېواد د درملو ملي اداره به د دې واکسین د کارولو اجازه وکړي.

د یادې ادارې لخوا په دې اړه څېړنه به په دې مانا وي چې دې واکسین ته امریکا کې د کورونا وېروس ضد دویم واکسین په توګه د کارولو اجازه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا پرون په امریکا کې د فایزر بایواینټیک واکسین کارول پیل شول.

د یادولو ده د موډرنا واکسین له یو ځای نه بل ته د فایزر واکسین په څېر په ګنګل کې نه لېږدول کېږي.

د فایزر بایواینټیک واکسینولو په دویم پړاو کې اوس روغتیا پالان واکسېنېږي. په امریکا کې له کورونا ناروغۍ د مړینو شمېر له ۳ سوو زرو اوښتی چې په نړۍ کې تر ټولو سخت ځپل شوی هېواد دی.

بریتانیا کې د کورونا وېروس نوی ډول موندل شوی

په بریتانیا کې د واکسینولو پروګرام پيل شوی خو چارواکي محدویتونه لاسختوي، ځکه د انګلستان په جنوب کې پېښي یو ځل بیا ډېرې شوې، او د ویروس یوه بله نوې بڼه هم پېژندل شوې ده. پلازمېنه لندن کې به سخت بندیزونه پلي کېږي.

د لندن ښاروال صادق خان پر محافظه کاره حکومت نیوکه کړې چې د ښوونځیو له وخت وړاندي تړل یې رد کړي.

په ګڼو نورو اروپايي هېوادونو کې هم د کورونا ويروس ناروغي په خپرېدو ده او ځینو یې د مسیحیانو له اختر یا کریسمس په درشل کې د مثبتو پېښو له ډېرېدو وروسته محدویتونه ډېر کړي دي.

هالنډ پنځه ورځنۍ ښاربندي اعلان کړې، په دې موده کې به هغه غیر ضروري دوکانونه، تالارونه او سپورتي ځایونه تړلي وي.

جرمني کې هم سر له سبا چهارشنبې ښاربندي پېلېږي. جرمني کې په وروستیو ورځو کې د پام تر کچې د کورونا مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.

فرانسه کې که څه هم د مثبتو پېښو شمېر لوړ دی ښاربندي لری کړای شوې خو یو لړ محدویتونه په خپل حال دي.

ایټالیا، اسپانیا، فرانسه او برتانیا هغه اروپايي هېوادونه دي چې د کورونا وبا پرمهال په ترتیب سره ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبتې شوې دي.

جرمني کې جوړ واکسین

د اروپايي ټولنې د درملو اداره وايي د کوېډ ۱۹ ضد هغه واکسین چې په جرمني کې جوړ شوی د تاییدولو لپاره یې نیټه رامخې ته کړې چې دا واکسین د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې وکارول شي.

په پام کې وه چې نوموړې اداره د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د واکسین د تاییدولو په خاطر غونډه وکړي خو د جرمني په ګډون ځینو هېوادونو له خوا تر فشار لاندې ده چې دا غونډه تر ټاکلې نیټې دمخه وکړي.

نوموړې ادارې ویلي د واکسین د کارولو په اړه به پرېکړه هله وکړي چې یو ځل ورته معلومه شي چې ګټې له خطرونو ډېرې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې ځینو هېوادونو وار دمخه د فایزر بایو اېنټیک واکسین کارول پیل کړي دي.

د اروپايي ټولنې پخوانۍ غړې برتانیا هم د فایزر بایواینټیک واکسین کارول پیل کړي دي.

متحده عربي اماراتو کې هم واکسین پیل شو

د متحده عربي اماراتو پلازمېنه ابوظبۍ کې هم د واکسین پروګرام پیل شو.

دغه هېواد کې څو ورځې وړاندې د چین درمل جوړولو لوی شرکت سینوفارم واکسین ومنل شو او د سعودي د روغتیا وزیر هم د خپلو او بهرنیو وګړو د ثبت لړۍ پیل کړې چې د کورونا ناروغۍ پر وړاندې یې واکسین کړي.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-55315564