د امریکا د خوړو او درملو ادارې د کورونا ضد وېروس دویم واکسین "موډرنا" میلیونونه ډوزو جوړولو لپاره زرغون څراغ ورکړی دی.
موډرنا واکسین جوړولو ته دا بېړنۍ اجازه به د میلیونونو موډرنا واکسین وېشلو لپاره لار هواره کړي.
د درمل او خوړو ادارې دا پرېکړه له یوې اونۍ وروسته وکړه، چې فایزر/بیونټک شرکت ته یې د واکسین وېشلو اجازه ورکړه او اوس یې وېش روان دی.
امریکا د موډرنا واکسین ۲۰۰ میلیون ډوزه اخیستو هوکړه کړې ده، چې اوس یې شپږ میلیونه ډوزه وېشلو ته چمتو دي.
په امریکا کې د نړۍ په کچه د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې مثبتې او د مړینې پېښې ثبت شوې دي.
دا مهال په امریکا کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۷ میلیونو اوښتی او د مړو شویو کسانو شمېر ۳۱۱ زرو ته رسېدلی دی.
په ټینیسي کې د طب پوهنځي اجراییوي مشر ډاکټر جیمز هیلډریت ویلي: "په تېره جنورۍ کې د وېروس خپرېدل او تر ډیسمبره د دوو واکسینو ترلاسه کېدل یوه لویه لاسته راوړنه ده."
د امریکا د خوړو او درملو اړوندې د سلامشورې یو جرګګۍ د پنجشنبې په ورځ د موډرنا واکسین د ګټې پر پلوۍ ۲۰ رایې ورکړې.
کارپوهانو مخکې ویلي وو چې موډرنا واکسین ۹۴ سلنه خوندي او فعال دی.
د رسمي اعلان تر خپرېدا څو ګړۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي وو چې د واکسین "په اړه په پراخه کچه موافقه وشوه چې سم لاسي یې وېشل پیل شي
https://www.bbc.com/pashto/world-55374387