د افغانستان روغتیا وزارت له هغو افغانانو چې پاکستان او ایران ته د تلو نیت لري غوښتي، تر یوې میاشتې دغو هېوادونو ته له تګ ډډه وکړي.
روغتیا وزارت د دې غوښتنې موخه د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوی ښودلی دی.
د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور له بي بي سي سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې ګڼ شمېر افغانان د ستونزو پر اساس ګاونډیو هېوادونو ته تګ ـ راتګ کوي چې دا د کورونا وېروس لا خپرېدو ته لار هواروي.
"لږ تر لږه څلورو اونیو لپاره خپل سفرونه وځنډ،ي، ځکه ایران او پاکستان کې د کورونا مثبتې پېښې ډېرې شوې او دې هېوادونو ته ټول سفرونه سبب کېږي چې کورونا پېښې افغانستان کې زیاتې شي."
د نوموړي په خبره، کله چې ایران او پاکستان کې دا پېښې کمې شوې بیا دې سفر پلان کړي.
څو ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو خبر ورکړ، هغه افغانان چې د کورونا وېروس منفي پایلې اسناد ونه لري پر تورخم دروازه دغه هېواد ته د ورتلو اجازه نه ورکوي.
پاکستان ته هره ورځ ګڼ شمېر افغانان د درملنې لپاره ځي. خو د اسلام اباد تازه پرېکړې افغان مساپر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه د یادې ستونزې د حل لپاره کار کوي.
ښاغلی سمسور وايي، د روغتیا وزارت د لابراتوارونو وړتیا محدوده ده او نشي کولای د هغو کسانو ټسټونه وکړي چې د سفر لپاره د معاینې منفي پایلې ته اړتیا لري:
"روغتیا وزارت دولتي لابراتوارونه د کووېډ-۱۹ معاینې لپاره خپل محدودیتونه لري، ځکه له مساپرو هیله ده چې د کورونا د معاینې لپاره دولتي لابراتوارونو ته مراجعه نه کوي. ځکه ټولې سرچینې یې د مریضانو او مثبتو پېښو پېژندلو کې کارول کېږي او موږ غواړو چې دا سرچینې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره افغانستان کې وکارول شي."
افغانستان کې کورونا
د افغانستان روغتیا وزارت خبر ورکړي چې په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې د کوويډ۱۹ ناروغۍ د ناروغانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی. د دغه وزارت په خبره، اوس مهال د افغانستان دولتي او خصوصي لابراتوارونه په یوه شپه او ورځ کې د شاوخوا ۵زره ناروغانو د کورونا بېلګو د معاینې وړتیا لري.
نږدې میاشت مخکې د افغانستان روغتیا وزارت وویل، چې دغه هېواد کې د کورونا دویمه څپه پیل شوې او ور سره ولسمشر غني خپل د دې ویروس د مخنیوي مدیریت پخپله غاړه واخیست.
دغه روغتیا وزارت د چارشنبې ورځې د شمېرو له مخې، تېرو ۲۴ ګړیو کې په دغه هېواد کې ۲۱ کسان له کورونا مړه شوي او په دا مهال دوه زره کسان معاینه شوي چې ۲۷۱ پکې کورونا نیولي دي.
د روغتیا وزارت دې شمېرو سره افغانستان کې له کورونا د مړو شمېر ۲ زرو ۱۲۶ او په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره ۳۶۰ کېږي.
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-55433906