هند او پاکستان هغه وروستي هېوادونه دي چې د کورونا وېروس هغه نوي ډول اغېزمن کړي، چې په چټکۍ سره خپریږي. دغه نوی ډول چې لومړی ځل په بریتانیا کې وپېژندل شو، په کوریا، کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم پرې خلک اخته شوي دي.

په ټوله نړۍ کې د کورونا وبا له خپرېدو راهیسې ۸۱ میلیونه کسان پر کوویډ - ۱۹ اخته شوي او یو اعشاریه اته میلیونه کسانو ژو

په هند کې هم د کورونا وېروس پر نوي ډول د اخته شویو شپږ کسانو نومونه ثبت شوي دي. د سې شنبې پر ورځ هندي چارواکو وویل، دغه کسان د روغتیا پالانو تر څار لاندې ګوښي ساتل کېږي.

هند هم په هغو هېوادونو کې شامل دی، چې بریتانیا ته او له دغه هېواده هند ته پر سفر یې بندیز لګولی و.

سویلي افریقا کې هم چارواکو د کورونا نوي ډول ناروغانو شمېر له ډېرېدو وروسته پر ګرځېدو - راګرځېدو بندیزونه لګولي دي.

د کورونا نوي ډول ناروغان اوس په نژدې ۲۰ هېوادونو کې پېژندل شوي دي.

ند له لاسه ورکړی دی.

پاکستان دې لړ کې وروستی هېواد دی چې د کورونا نوي ډول پېښې په کې ثبتېږي. د سند ایالت روغتیايي چارواکي وايي، په سویلي ساحلي ښار کراچۍ کې د کورونا وېروس پر نوي ډول د اخته شویو دریو کسانو نومونه ثبت شوي دي. چارواکي وايي، دا درې واړه کسان په دا وروستیو کې له بریتانیا پاکستان ته ستانه شوي وو‌.

د چارواکو په وینا له نورو خلکو سره د دې کسانو لیدنې - کتنې په تړاو معلومات راټولوي. پاکستان له هغو لسګونو هېوادونو یو و چې بریتانیا ته یې پر سفر بندیز لګولی و، خو هغو پاکستانیانو ته یې خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکوله چې د سفر له پیله مخکې پر کورونا د نه اخته کېدو ثبوت وړاندې کړي.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-55476579