د افغانستان روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وايي، د کورونا وېروس نوې بڼه ګاونډيو هېوادونو ته رسېدلې او اندېښنه ښيي چې ښايي افغانستان ته هم ورسېږي.

د کورونا وېروس نوی ډول اول ځل بریتانیا کې وموندل شو او اوس پر څو اروپايي هېوادونو سربېره د امریکا، پاکستان او هند په ګډون نږدې ۲۱ هېوادونو ته رسېدلی دی.

کارپوهان وايي، د کورونا نوی ډول تر پخوانیو ډېر چټک خپرېږي، خو تر دوی ډېر خطرناک نه دی.

افغان روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، دوی د دې وړتیا نه لري چې د کوويډ۱۹ ناروغۍ نوې بڼه تشخیص یا معاینه کړي.

نوموړي دا هم زیاته کړه چې افغانستان کې د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره له دې وروسته دې هېواد ته د ټولو راتلونکو بهرنیو او کورنیو وګړو د کورونا وېروس ټېسټونه چک شي او هغه چې منفي پایلې په لاس کې نه لري، هېواد ته د ننه کېدو اجازه دې نه ورکول کېږي.

اوس چې په افغانستان کې د کورونا وېروس دویمه څپه د خپرېدو په حال کې ده؛ روغتیا وزارت یې د اوږدوالي په اړه یې اندېښمن دی خو زیاتوي چې په وروستیو اوونیو کې مثبتې شمېرې په یوه حال کې دي او پورته نه دي تللې.

د افغان روغتیايي چارواکو په خبره، تېرو ۲۴ ګړیو کې ۸۵ کسان تازه په کورونا اخته شوي او په ورته مهال ۶ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه افغانستان کې د کورونا وېروس ۵۲ زره ۵۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې وبا د دوه زره ۲۰۱ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې تېرو ۲۴ ګړیو کې افغانستان کې له کورونا ۱۲۶ کسان رغېدلي او دې سره د ټولو رغېدلو شمېر هم له ۴۲ زرو ډېرېږي.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-55495203