د چین یو وګړی د بوتلي اوبو پلورلو او واکسین جوړولو په برکت د اسیا لویې وچې په تر ټولو شتمن کس بدل شو.
د ژونګ شانشان شتمني سږ کال تر ۷ میلیارد ډالرو ډېره شوې او دې سره له بل چینايي جک ما او هندي موکش امباني یې پیسې ډېرې شوې دي.
د هغه د شتمنۍ ارزښت اوس ۷۷ اعشاریه ۷ میلیارد ډالره دی او د بلومبرګ میلیاردرانو ګراف له مخې د نړۍ په ۱۱ شتمن کس بدل شوی دی.
ښاغلی ژونګ په بدل یا مستعار نوم (یوازې لېوه) مشهور دی او خبریالي، د مرخېړیو روزل او روغتیايي څار کې یې هم کاروبار درلودلی دی.
ښاغلي ژونګ اپرېل کې د بېجینګ ونټي بیولوجیکل(Beijing Wantai Biological) واکسین سازۍ شرکت ونډې د چین ونډو بازار کې وپلورلې.
درې میاشتې وروسته یې د نونګفو بوتلي اوبو(Nongfu Spring) کمپنۍ ونډه هم د هانکانګ ونډو بازار ته وړاندې کړه.
د دې ونډو پلور سبب شو چې د اسیا او چین له تر ټولو شتمن او د علي بابا شرکت له بنسټګر جک ما مخته شي.
له هغه وخت راهیسې د نونګفو بوتلي اوبه د هانکانګ په مشهور نوملړونو بدلې شوې او نډه یې هم ۱۵۵ سلنه پورته شوې ده.
د بېجینګ ونټي بیولوجیکل د ونډو ارزښت هم له دوه زره سلنې ډېر زیات شوی او دا یوه هغه کمپنۍ ده چې کورونا واکسین تولیدوي.
د بلومبرګ د رپوټ له مخې، دغه بدلون سره ښاغلی ژونګ د اسیا په تر ټولو شتمن کس بدل شو او په تاریخ کې د تر ټولو ژر شتمنېدو یوه بېلګه ده.
د جک ما شتمني نږدې لس میلیارد ډالره کمه شوې ده.
کورونا وېروس کې د نړی د ډېرو شتمنو کسانو شتمني ډېره شوې، خو د امازون بنسټګر جېف بیزوس پکې ډېر بډای شوی دی.
په هند کې هم ښاغلي امباني د ټیکنالوجۍ او برېښنايي سوداګرۍ شرکت سره د ریلاینس صنایعو ټولګې بدلولو سره خپله شتمني ۱۸ اعشاریه ۳ میلیارد ډالر ډېره کړې او اوس یې شتمني ۷۶ اعشاریه ۹ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د ۲۰۲۰ میلادي کال لومړیو کې فیسبوک وویل، پنځه اعشاریه اوه میلیارد ډالر په ریلاینس جیو انټرنیټي شرکت کې-چې ارزان موبایلونه پلوري- پانګونه کوي او دا کمپنۍ هم د ښاغلي امباني ده.
په دا مهال د جک ما ۶۱ اعشاریه ۷ میلیارد ډالر شتمني په اکتوبر کې ۵۱ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو ته ټيټه شوه او دلیل یې هم د علي بابا شرکت پر چارو د چین د حکومت څار زیاتېدل دي.
چین کې د میلیاردرانو ډېره شتمني د ټیکنالوجۍ صنعت له امله ده، خو د امریکا او چین ترمنځ د هووای، ټیک ټاک او وي چټ پر سر د ناندریو زیاتېدو له امله د ټیکنالوجۍ شرکتونو د ونډو ارزښت کم شوی دی.
https://www.bbc.com/pashto/world-55504858