د بریتانیا لومړي وزیر بوريس جانسن د لندن په وخت د شپې اته بجې تلوېزوني وینا کې وویل، د کورونا نوي وېروس سره د مقابلې لپاره- چې د نوموړي په وینا له ۵۰-۷۰ سلنې چټک خپرېږي- له بېګا نیمې شپې ملي ټولندیز پیلېږي.

ښاغلي جانسن خپله وینا کې ټینګار وکړ، د بریتانیا روغتیايي چارواکو اوس د کورونا د خپرېدو د سختوالي کچه پنځو ته پورته کړې چې د کووېډ-۱۹ ناروغانو د پالنې لپاره د روغتیايي او درملي مرکزونو د وړتیا تر وروستي برید رسول ښيي.

نوموړی له انګلنډیانو وغوښتل چې بیا کور پاتې شي او یوازې د اعلان شویو اصولو له مخې له کور ووځي.

هغه دا ژمنه هم کوي چې دا به له کورونا سره د مبارزې وروستی پړاو وي، ځکه خلکو ته د واکسین زیاتېدو سره به پر سکاټلنډ او ولز سربېره انګلنډ هم راتلونکو اونیو کې بېرته د پرانیستو او د کورونا محدودیتونو د وتلو په لور لاړ شي.

هغه ژمنه کړې چې واکسین به د فرورۍ تر منځنیو ورځو بوډاګانو، له خطر سره مخ کسانو او د روغتیايي او اړینو برخو کارمنانو ته وشي.

په دا مهال د بریتانیا روغتیايي چارواکي وايي، په تېره شپه ورځ کې په دغه هېواد کې ۵۸ زره ۷۸۴ کسان په کووېډ-۱۹ اخته شوي او په دا مهال ۴۰۷ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

دغه رپوټ کې د سکاټلنډ مړه شوي کسان نه دي شمېرل شوي.

بریتانیا کې له کورونا ۷۵ زره ۴۳۱ کسان مړه شوي او دوه میلیونه اوه لکه ۱۳ زره ۵۶۳ کسان پرې اخته شوي دي.

سکاټلنډ کې د روانې میاشتې تر وروستو وګړو ته په کور پاتېدو خبره شوې او ډېری ښوونځي به هم تړلي وي.

بوریس جانسن خپلو خبرو کې دا هم وویل، پوهېږي چې خلک له دې محدودیتونو ستړي دي، خو د شمېر او د نوي ډول خپرېدو له امله له ملي ټولنبندیز پرته بله لار نه لري.

د سې شنبې له سهار د پیلېدونکو محدودیتونو له مخې ټول انګلنډ کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصتېږي او یوازې به پرلیکه یا انلاین زدکړې وي.

د شمالي ایرلنډ چارواکو هم ویلي چې د انګلنډ او سکاټلنډ په څېر نوي او عمومي محدودیتونه په پام کې لري.

په دا مهال بریتانیا کې د اکسفورډ-استرازنکا واکسین هم دوشنبه پیل شو.

دا د کورونا دویم واکسین دی چې دغه هېواد کې پیلېږي.

بریتانیا له دې مخکې د امریکا فایزر واکسین لګول پیل کړي دي.

بریتانیا د فرانسې، ایټالیا او اسپانیا په څېر هغه اروپايي هېواد دی چې کورونا پکې ډېر کسان نیولي دي.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-55541368