د هند بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، هېواد یې د کورونا وېروس مخنیوي هغه واکسین صادرات پیلوي، چې په ځايي توګه چمتو شوی دی. دغه چارواکي هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکې هند چارواکي به په هېواد کې دننه د اړتیا پوره کولو لپاره د واکسین پر صادرولو بندیز ولګوي.

هند د نړۍ واکسینو ۶۰ سلنه چمتو کوي او ډېری هېوادونه منتظر دي چې خپله برخه واکسین ترې ولېږدوي. هند په عمومي توګه جنورۍ کې د واکسین له ورکولو مخکې د بېړنۍ اړتیا پر مهال دوه ډوله واکسین تایید کړي دي.

هندي چارواکي تر جولای میاشتې پورې د ۳۰۰ میلیونو کسانو واکسینولو پلان لري، چې په نړۍ کې تر ټولو لوی پلان بلل کېږي.

د دغه هېواد د درملو چمتو کولو چارو څارونکې ادارې دوه ډوله واکسین تایید کړي چې یو یې د استرازینیکا اکسفورډ پوهنتون 'کویشیلډ ' نومېږي او بل ته هم د ځايی کمپنۍ بهارت بایوټیک له لوري چمتو شوی 'کوواکسین ' نوم ورکړل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکی وايي، د هند هغه پلان سم پر مخ ځي چې دې لړ کې یې له نورو هېوادونو سره د مرستې لپاره چمتو کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي بي بي سي ته وویل:

''د واکسین وړاندې کېدو په دوې اونۍ موده کې دننه به لومړی په سویلي اسیا کې زموږ ځنیې ګاونډیو هېوادونو ته د واکسین صادرولو اجازه ورکړل شي، یوه برخه به یې زموږ د ډالۍ په توګه ولېږل شي او پاتې برخه به یې نژدې په هغه بیه وپلورل شي چې حکومت یې د واکسین اخیستو لپاره ورکوي. هند له خپلو ګاونډیانو سره او د واکسینو یو مهم چمتو کوونکي هېواد په توګه ټولې نړۍ سره دې لړ کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی. ''

بل لور ته د هند عامې روغتیا فدرالي سکرتر راجېش بهوشن وايي، هند پلان لري چې د روانې میاشتې تر نیمايي پورې به د کوویډ - ۱۹ مخنیوي ،اکسین وړاندې کړي. نوموړي په ډیلي کې خبریالانو ته وویل:

''د بېړنیزې اړتیا پر مهال (جنوري درېیمه) د واکسین له تایید لس وروځې وروسته به واکسین وړاندې شي. ''

بل لور ته رسنیو د سیرم شرکت چې په هند کې د اکسفورډ استرازانیکا واکسین چمتو کوي، د اجرايي مشر ادار پوناوالا له قوله ویلي و چې دغه شرکت د 'څو میاشتو لپاره ' د واکسین له صادرولو منع شوی دی.

نوموړي ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي و چې شرکت یې د واکسین له صادرولو او خصوصي سیکتور ته له پلورلو منع شوی دی.

خو ښاغلي پوناوالا د بي بي سي خبریالې یوګیتا لیمایې ته پر سه شنبه وویل، شرکت ته یې اجازه ورکړل شوې چې له هېواده بهر د واکسینو هغو پروګرامونو ته واکسین صادر کړي چې حکومتونه یې چارې پر مخ بیايي او راتلونکیو څو اونیو کې به یې بنګله دېش، سعودي عرب او مراکش ته صادرات پیل شي.

سیرم انسټیټیوټ او بهارت بایوټیک په شریکه د کوویډ واکسین ۷۰ میلیونه خوراکه چمتو کولو چارې شریکې کړې او ډېرېدونکې تقاضا ته په پام سره د عرضې زیاتولو چارې پر مخ بیايي. د سې شنبې پر ورځ دواړو شرکتونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: ''کوویډ - ۱۹ واکسین ته به نړیوال لاسرسی رامنځته کړي. ''

 

https://www.bbc.com/pashto/world-55551441