نوي کرونا ویروس ته پخوا لا درمل موجود ول؟

د کرونا واکسین د جوړولو تر څنګ اوس په نړۍ کي ډاکټران دا معلوموي چي آیا موجود درمل، د سارس- کووید ۲ پر وړاندي هم مرسته کولای سي او که څنګه. په دې ډول به ژوند وژغورل سي.

ښايي نور د نوي کرونا ويروس په وړاندي د نوو دارو درملو جوړیدو ته اصلاً اړتیا پیدا نه سي. امکان لري موجود درمل هم مرسته وکولای سي.

هغوی نه یوازي دا چي ارزانه تمامیږي، بلکي ژر تر ژره تطبیق کیدای هم سي دا ځکه چي کلینیکي آزموینو ته یې ضرورت نه لیدل کیږي.

دا چي ددغو درملو کوم ډول به تر ټولو زیات اغیزمن تمام سي باید د هغو تر آزموینو وروسته، د ډاکټرانو پریکړو ته انتظار وایستل سي. په عاجل ډول د هغو له استعمال څخه کارپوهان خبرداری ورکوي.

د درملو درې مختلف ډولونه

تر ټولو دمخه درې ډوله درمل د کرونا ویروس پر وړاندي درملني له پاره ارزول سوي دي. د ویروسونو ضد درمل باید د ویروس مخه ونیسي او یا یې هم د سږو حُجرو ته د هغو له ننوتو څخه مخنیوی وکړي.

دغه ډول درمل د مثال په ډول د نورمال ګریپ، هیپاتیتس سي، ایدز، ایبولا او تر ټولو دمخه د کرونا ویروس له امله رامنځته سوو ناروغیو  په وړاندي جوړ سوي دي.

همدارنګه څو وخته مخکي د ملاریا پرضد د پخوانيو تولید سوو درملو تاثیرات هم د ویروسونو پر وړاندي ثابت سوي دي.

د سږو د محافظت له پاره درمل باید ددې مخنیوی وکړي چي سږي نور ویني ته کافي آکسیجن نه سي رسولای. دغه ډول درمل د سږو د مختلفو وژونکو ناروغیو پر وړاندي رامنځته سوې ده.

یو ښکاره کار چي هغه باید ترسره سي دا دی چي د هغو ویروس ضد دارو درملو د اجازې ورکولو په اړه دي له سره غور وسي چي مخکی له دې یې د کرونا د مختلفو ویروسونو پر وړاندي اغیز ښودلی دی.

دا ځکه چي هم سارس او هم د میرس په نامه د منځني ختیځ ناروغي د کرونا ویروس په نتیجه کي رامنځته کیږي. د سارس کووید ۲ نوی ډول د ۲۰۰۲م کال د سارس یو نوی ډول بلل کیږي.

د یوه واقعي تبلیغاتي شورماشور له پاره د ګریپ پرضد د آویګان په نامه لومړی په آسیا او وروسته په نړیواله سطحه جاپانۍ دوا رامنځته سوه چی له ۲۰۱۴م کال راهیسي په جاپان او چین کي ورته اجازه ورکړل سوې وه.

دغه دوا په اصل کي د انفلوانزا پر وړاندي کارول کیږي دا ځکه چي د ویروسونو مخنیوی کوي. دغه دوا په ۲۰۱۴م کال کي په بریالیتوب سره د ایبولا پر وړاندي وکارول سوه.

په ۲۰۱۶م کال کي د جاپان حکومت هغه د ایبولا د ساري ناروغۍ پرضد مبارزې له پاره ګینی هیواد ته واستوله. اوس دغه درمل د ناروغیو وخت راکموي خو سخت جانبي عوارض هم لري.

آویرمیستین بیا تر ټولو دمخه په لاتین امریکا کي د کرونا ویروس پرضد یوه جادويي درمل په توګه کارول کیږي. دا ځکه چي دغه درمل هم ارزانه او هم پرته د ډاکټر له نسخې څخه په لاس راتلای سي.

 

https://www.dw.com/ps/corona-sars/a-56172877